د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګه د جلرېز پېښه په کلکه څېړي

ولسي جرګه د جلرېز پېښه په کلکه څېړي

Jul 04, 2015 - 17:57

کابل (پژواک ١٣ چنګاښ ٩٤): ولسي جرګې، د هېواد له امنيتي وضعيت په ځانګړي ډول د ميدان وردګو له جلريز ولسوالۍ د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د يادې جرګې د کورني امنيت او دفاعي چارو کمېسيونونو ته دنده سپارلې، چې د جلرېز قضيه په کلکه وڅېړي.

 د وسله والو طالبانو د راپورونو پر بنسټ، تېره پنجشنبه يې د جلرېز ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريد کړى او ١٢ امنيتي پوستې يې نيولې دي.

 د ميدان وردګو د والي وياند نن ويلي، چې امنيتي ځواکونو ټولې پوستې يو ځل بيا نيولې او تر اوسه پورې د جلرېز په ولسوالۍ کې ٤٠ وسله وال مخالفين او ٢٤ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

 يو شمېر سرچينو د وژل شويو سرتېرو شمېر تر ٣٠ سيمه ييزو پوليسو پورې ښودلى دى.

 وسله والو طالبانو هم ادعا کړې چې ډېر شمېر دولتي سرتېري يې وژلي او دغه راز يې ډېرې پوستې له هغوى نيولې دي.

 دغه وضعيت د ولسي جرګې د غړو اندېښنې راپارولې دي.

 د ميدان وردګ استازې صديقې مبارز، د دا ډول وضعيت رامنځته کېدل د امنيتي او سيمه ييزو چارواکو بې پروايي بللې، له حکومت څخه يې هغو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه چې دغو کسانو ته د وسلې رسولو په برخه کې بې غوري کړې ده.

 د هغې په وينا، که څه هم چې جلرېز له کابل ښار سره ٢٥ کيلومټره واټن لري، خو بيا هم امنيتي ارګانونو ونه شوى کولى چې د ٧٢ ساعتونو په موده کې د جلرېز له سيمه ييزو پوليسو سره مرسته وکړي.

 په ياده جرګه کې د غزني د خلکو استازي چمن شاه اعتمادي پر امنيتي ارګانونو نيوکه وکړه او ويې ويل: " نه پاملرنه، کم کار او له وسلوالو مخالفينو سره د يو شمېر چارواکو مرسته په جلرېز کې د سرتېرو د له منځه تلو لامل شوي دي."

 د هغه په وينا، که چېرې بې پروايي کم کاري نه واى شوې نو افغان سرتېري به په بې رحمانه ډول نه وژل کېدل.

 د يادې جرګې بل غړي عارف رحماني هم پر امنيتي او سيمه ييزو چارواکو نيوکه وکړه او ويې ويل چې د يادې ولسوالۍ په ٥٠٠ مټرۍ کې د عامه نظم درې لويې قرارګاوې شتون لري، خو هغوى له سيمه ييزو پوليسو سره هيڅ ډول مرسته نه ده کړې.

 نوموړي په جلرېز ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد او د سيمه ييزو پوليسو وژل کېدل يوه غيراخلاقي او غيراسلامي توطيه وبلله او زياته يې کړه: " ټول وژل شوي کسان هزاره دي، سرور دانش او محقق يا بايد استعفا ورکړى او يا بايد په دې برخه کې کلکه څېړنه وکړى چې ولې هزاره قومونه موخه ګرځول کېږي."

په ياده جرګه کې د دايکنډي استازي سيد سادات پر جلرېز ولسوالۍ بريد يوه سياسي موضوع وبلله او د جزياتو له وړاندې کولو پرته يې وويل: " په ارګ کې ناست کسان غواړي چې مرکزي سيمو ته زيان واړوي."

 د ولسي جرګې ځينو غړو، د هېواد د يو شمېرو نورو سيمو پر وضعيت هم اندېښنه څرګنده کړه.

 ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي حاجي حضرت علي وويل: " د حکومت بې پروايي، د نا امنيو د زياتېدو لامل شوي، سوق اداره او همغږۍ مرکز شتون نه لري او داسې کومه ورځ به ونه ويني چې پکې کوم افغان سرتېرى وژل شوى او يا ترې سر نه وي غوڅ شوى."

 هغه زياته کړه: " مجاهدين د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د مقابلې وړتيا لري، که چېرې مجاهدين په نظام کې شتون ونه لري نو د ملي يووالي حکومت به ماتې وخوري."

 دغه راز په ياده جرګه کې د کندوز استازې شکريه پيکان د خپل ولايت امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل، امنيتي ځواکونو يواځې د چاردرې ولسوالۍ ازاده کړې، خو اوسمهال د دشت ارچي ولسوالۍ ټولې سيمې او دغه راز د امام صاحب ځينې سيمې د طالبانو په واک کې دي.

 هغې هم امنيتي چارواکې پر بې کفايتۍ تورن کړل او ويې ويل، که چېرې امنيتي ځواکونه مجهز او په وسلو سنبال نه شي او په ښه ډول سوق او اداره نشي نو په دغه ولايت کې به ستونزې نورې هم ډېرې شي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي د جلرېز پېښه زړه بوږنونکې وبلله او ويې ويل: " کوم چا چې په دغه پېښه کې بې پروايي کړې، له هغوى څخه بايد په کلکه پوښتنه وشي."

 نوموړي په ياده ولسوالۍ کې د سرتېرو د وژلو د غندنې ترڅنګ، د ولسي جرګې د کورني امنيت او دفاعي چارو کميسيونونو ته لارښوونه وکړه، څو دغه قضيه په جدي ډول وڅېړي او پايلې يې يادې جرګې ته وړاندې کړي.

 نوموړي دغه راز د کندوز ولايت د امنيتي ستونزو په اړه وويل: " موږ د کندوز وکيلانو له ولسمشر سره په دې اړه وليدل او د ستونزو شتون مو ورته ووايه، ولسمشر هم اعتراف وکړ چې په دې برخه کې بې غوري شوې، له ٢٤ څخه تر ٤٨ ساعتونو پورې يې وخت غوښتى، څو د کندوز د ستونزو په اړه پرېکړه وکړي."

 نوموړي له ولسمشر وغوښتل چې د خپلې ژمنې پر بنسټ عمل وکړي، ځکه په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دى.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement