د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په سمنګانو کې وسله والو غلو درې تنه ووژل

په سمنګانو کې وسله والو غلو درې تنه ووژل

Jul 05, 2015 - 08:55

ايبک ( پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٣): وسله والو غلو د سمنګانو په روى دواب ولسوالۍ کې د سورلۍ پر يو موټر ډزې کړي، درې تنه يې وژلي او يو يې ټپي کړى دى.

د سمنګانو امنيه قوماندان سمونوال محمدباقر مسعود، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا يوه بجه د روى دواب ولسوالۍ په چمبرک کوتل کې رامنځته شوې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، غلو له موټرچلوونکي غوښتي چې موټر ودروي، خو موټرچلوونکي موټر نه دى درولى او غلو ډزې پرې کړې دي.

هغه وويل چې غله پر موټر تر ډزو وروسته تښتېدلي دي.

د ده په وينا، په پېښه کې وژل شوي دوه تنه د سمنګانو د مرکز ايبک او يو وژل شوى له بل ټپي کس سره د روى دواب اوسېدونکي دي.

سرچينه زياتوي چې دغه کسان په فلاينګ کوچ موټر کې د همدې ولسوالۍ له روهي کلي د جاه کلال سيمې ته روان و چې له پېښې سره مخ شول.

امنيه قوماندان وايي، چې پېښه د پوليسو تر څېړنو لاندې ده.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan