د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتيکا کې لس طالبان او ٤ پوليس وژل شوي

پکتيکا کې لس طالبان او ٤ پوليس وژل شوي

Jul 05, 2015 - 18:36

ښرنه (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٤): د پکتيکا ولايت په نکه او خوشامند ولسواليو کې لس طالبان او ۴  پوليس وژل شوي دي.

تېره شپه د پکتيکا په نکه ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د يو لړ عملياتو په پايله کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي.

د دې ولايت د ملي امنيت يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات بهرنيو ځواکونو د نکې ولسوالۍ په مارزک سيمه کې تر سره کړي دي.

د سرچيني په خبره، په وژل شويو وسله والو کې ۴ عربان، يو ژباړونکی او ۵ نور د شمالي او سوېلي وزيرستان وسله وال طالبان وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي، په دې عملياتو کې يو وسله وال طالب ژوندی نيول شوی او دوه ټيوټا موټر يې هم له منځه وړل شوي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، د بهرنيو ځواکونو د عملياتو پرمهال درې امريکايي عسکر وژل شوي او ۳ وسله وال طالبان او يو ملکي وګړی هم وژل شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د پوليسو په پوستو بريدونه شوي، چې طالبان په کې د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه بريد د خوشامند ولسوالۍ د جمجمعې په پوسته تر سره شوی، چې په کې ۴ پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل هم مني، چې په دې بريد کې ۴ څلور پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د وازيخوا ولسوالۍ يو اوسېدونکی مدير انور هم وايي، چې وژل شوي پوليس د دوی د سيمې او سېدونکي وو.

دى زياتوي، وسله والو طالبانو له بريده وروسته پوسته هم سوځولې ده.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement