د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تُرکمن قوم د شبرغان-مزارشريف لويه لار وتړله

تُرکمن قوم د شبرغان-مزارشريف لويه لار وتړله

Jul 06, 2015 - 12:21

شبرغان (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٤): په ترکمن قوم پورې اړوند په زرګونو کسانو په جوزجان ولايت کې د خپلو حقونو د نه ورکړې په اړه لاريون وکړ او د شبرغان-مزارشريف لويه لار يې د ترافيکو پر مخ وتړله.

دوى وايي چې په حکومت د دغه قوم حق يوازې د حج او اوقافو وزير تر مقررۍ پورې محدود دى او دوى معين، والي او قوماندان نه لري.

لاريون کوونکو چې د جوزجان د اقچې ولسوالۍ په پل نو سيمه کې يې لاريون کړى و، زياته کړه چې اشرف غني او ډاکټر عبدالله په خپلو ټاکنيزو کمپاينونو کې ژمنه کړې وه چې د هېواد د ټولو قومونو تر منځ به عدالت کوي او د هېڅ قوم حقوق به تر پښو لاندې نه شي، خو پر خپلو ژمنو يې عمل ونه کړ.

د لاريون يوه ګډونوال نورالدين وويل: ((که چېرته حکومت زموږ غوښتنې ونه مني، د فارياب اقينه، د کندوز شېرخان او د بلخ ولايت حيرتان بندرونه به وتړو.))

د عبدالغفار په نوم يوه بل معترض څرګنده کړه چې يواځې په جوزجان کې په ترکمن قوم پورې اړوند باى مراد قوينلي د والي په توګه کار کوي چې اوسمهال حکومت د هغه پر ځاى لطف الله عزيزي مقرر کړى دى.

هغه زياته کړه چې لاريون به يې تر هغو دوام ولري چې حکومت د ترکمنانو حقوق ورنه کړي.

لاريون کوونکي د لارې د بندښت په سبب له ستونزې سره مخ شوي او دا ډول لاريون سم نه بولي.

د ٣٠٣ موټر چلوونکي عزيزالله پژواک خبري اژانس ته وويل: ((خلک ناروغان لري، په موټرو کې تازه مېوه او يخ بار دى، که چېرته لاريون کوونکي لاره بنده کړي، نو ټولو ته زيان رسېږي.))

هغه زياته کړه چې معترضين دې د لاريون کوونکو ستونزې ته پاملرنه وکړي او دولت دې هم دهغوى غوښتنې ومني.

لاريون کوونکو د شبرغان-مزار شريف لاره د مساپرو د ستونزو او روژې مبارکې مياشتې په سبب يو ساعت وروسته( له غرمې وړاندې١١:٠٠)  د ترافيکو پر مخ پرانېسته.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement