د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تخار د خواجه غار ځينې سيمې وسله والو طالبانو نيولې دي

د تخار د خواجه غار ځينې سيمې وسله والو طالبانو نيولې دي

Jul 06, 2015 - 13:58

تالقان (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٤): د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې له تېرو لسو ساعتونو راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او طالبانو يو شمېر سيمې هم نيولې دي.

څو ورځې وړاندې هم طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ ډېرې سيمې نيولې وې خو د تېرې جمعې په ورځ امنيتي چاراکو خبر ورکړ چې دغه ولسوالي يې د طالبانو له شتونه پاکه کړې ده.

خو د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې شپې له دريو بجو راپه دېخوا په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته روانه ده.

هغه وايي چې د همدې جګړې په ترڅ کې نن سهار طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ زرد کمر، چغتاى، پوزه قرغ او دارالعلوم ، ګور تيپه او پول مومن سيمې نيولې دي.

خو زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د زرد کمر، چغتاى، پوزه قرغ سيمې بيرته نيولي خو د دارلعلوم په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده.

دغه راز د خواجه غار ولسوال محمدعمر هم پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راپه دېخوا په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.

هغه وايي: ((موږ هڅه کوو چې نيول شوي سيمې بېرته له طالبانو نيسو.))

د خواجه غار ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي شاکرالله هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده.

هغه وويل: ((طالبان ښار ته ډېر نږدې شوي وو خو امنيتي ځواکونو بېرته پر شا تمبولي دي.))

د خواجه غار په ولسوالۍ کې نا امني وروسته تر هغه ډېره شوه چې وسله والو طالبانو د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ ونيوه او يو شمېر طالبان له دشت ارچي خواجه غار ولسوالۍ ته راغلل.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement