د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان حکومت دې د خبريالانو امنيت ته جدي پام وکړي

د افغانستان حکومت دې د خبريالانو امنيت ته جدي پام وکړي

Jul 07, 2015 - 15:45

کابل ( پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٤ ) : د بې پولې ژورنالستان نړيوال سازمان د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د رسنيو او خبريالانو ملاتړ او امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.

د ياد سازمان له خوا د چنګاښ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  د روان زېږديز کال له پيل راهيسې په افغانستان کې يو شمېر رسنۍ او خبريالان تر ګواښ لاندې راغلي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د وسله والو طالبانو د ګواښونو ترڅنګ اوس په دغه هېواد کې د داعش وسله والې ډلې له خوا هم ګواښونه رامنځته شوي دي.

د بې پولې ژورنالېستانو په خبرپاڼه کې راغلي، امريکا، ايران، ناروې او قطر له طالبانو سره د خپلو اړيکو د عادي کولو په هڅو کې دي، دغه راز د افغانستان ځينو سياسي څېرو هم له طالبانو سره ناستې کړې دي.

خو ياد سازمان ويلي چې له دې اړيکو سره سره وسله والو طالبانو خپلو بريدونو ته ادامه ورکړې چې له امله يې عام ملکي خلک په نښه کېږي او ورته مرګ ژوبله اوړي.

د سرچينې په وينا، د طالبانو دغه ډول بريدونو سره په افغانستان کې د رسنيو او بيان ازادي له ستر ګواښ سره مخ  دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له بدخشان څخه نيولې تر ننګرهار او له بغلان څخه نيولې تر نورستان ولايت پورې د طالبانو او داعش ډلې ترهګريز بريدونه زيات شوي  او په دې سيمو کې د بيان ازادي له ګواښ سره مخ شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستيو کې په جلال اباد کې د پژواک پر دفتر چاودنه شوې وه، چې له امله يې يو شمېر کسان ټپيان او مالي زيانونه اوښتي وو.

سرچينې زياته کړې چې دا لومړۍ پېښه وه، چې د داعش وسله والې ډلې يې مسووليت پر غاړه اخيستى وو.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan