د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جوزجان او غور کې د نښتې او چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي

جوزجان او غور کې د نښتې او چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي

Jul 12, 2015 - 17:54

شبرغان، فيروزکوه(پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٤): غور او جوزجان ولايتونو کې د نښتې او د ماين چاودنې له امله د عامو وګړو په ګډون ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني وايي چې وسله والو طالبانو پرون شپه د قوش تپې ولسوالۍ په نواباد سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد کړى، چې امنيتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په ځوابي بريد کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د اقچې ولسوالۍ پر قبچاق سيمه هم بريد کړى چې د مرستندويه ځواکونو له رسېدو وروسته له سيمې تښتېدلي او د ياد بريد په ځوابي بريد کې وسله والو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د قبچاق په سيمه کې يې دوه اربکيان وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

 له بل لوري په غور ولايت کې د يوه ماين چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

 د غور امنيه قوماندان مل پاسوال غلام مصطفى محسني پژواک ته وويل چې دغه ماين نن په شهرک ولسوالۍ کې د فضل احمد د کور دروازې مخې ته چاودېدلى چې له امله يې يو ملکي وګړى او د هغه درې زامن ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، کېداى شي دغه ماين ته د طالبانو له لوري چاودنه ورکړل شوې وي.

 طالبانو تر اوسه پورې د جوزجان د نښتې او شهرک د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

 د سيمې يوه اوسېدونکي محمد انور وويل چې د فضل احمد درې زامن د شهرک ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته لېږدول شوي او د هغوى له روغتيايي حالت معلومات نه لري.

 فضل احمد، د پخواني شوروي تحت الحمايه حکومت پر مهال د غور والي و او دوه ځلې يې د ولسي جرګې ټاکنو کې ځان نوماند کړى و.

 د فضل احمد ورور فضل الاحد، د غيرقانوني وسله والو قومانداندانو له ډلې څخه دى چې پخوا يې يوه نجلۍ چې له خپل کور څخه تښتېدلې وه او يو هلک په دې تور چې د هغه د راپور پر بنسټ، د ياد قوماندان دوه پلويان وژل شوي؛ په علني توګه په درو وهلي وو.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement