د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فراه ولایت پخوانی اجرایی رییس ووژل شو

د فراه ولایت پخوانی اجرایی رییس ووژل شو

Jul 12, 2015 - 09:56

فراه (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۴): د فراه پخوانی اجرایي رییس او د هرات محکمې پخوانى اجرایي مدیر د وسله والو په یوه غلچکي برید کې وژل شوى دى.

د فراه د والي ویاند جواد افغان پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ نږدې ماښام مهال دوو موټرسایکل سپرو وسله والو د فراه ولایت د مقام پخواني اجرایي ريیس او د هرات د استیناف محکمې پخوانى اجرایي مدیر شاه محمد نور د فراه د مرکز په کرجي کلي کې پر ډزو وژلى دى.

د افغان په وينا، وسله والو په داسې حال کې پر شاه محمد ډزې کړې چې هغه په کرجي کلي کې له بڼ څخه د خپل کور پر لور روان و.

افغان وایي، برید کوونکي په تېښته بریالي شوي خو امنیتي کسانو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د فراه د والي مرستیال محمد یونس رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاه محمد نور له ۱۳۸۸ کال څخه تر ۱۳۹۰ کال پورې د فراه ولایت د مقام د اجرايي ریيس په توګه کار وکړ او له ۱۳۹۰ کال څخه تر یوې میاشتې مخکې چې تقاعد شو، د هرات د استیناف محکمې د اجرایي مدیر په توګه يې کار کاوه.

رسولی وویل چې نور د سيمې قومي مشر هم و.

پر شاه محمد نور د بريد مسووليت تر دې دمه چا نه دى اخيستى.

په روان کال کې د موټرسايکل سپرو وسله والو له خوا په فراه کې د دولتي کار کوونکو د وژلو شاوخوا شل پېښې ثبت شوې دي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan