وسله والو په سمنګان کې يو ديني عالم وژلى

ايبک (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٤): وسله والو د سمنګانو د "درۀ صوف پايين" ولسوالۍ په "لبابي" سيمه کې يو ديني عالم د تراوېح لمانځه د ادا کولو پر مهال پر ډزو وژلى دى.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې مولوي محمداسرايل په همدې سيمه کې د يوې ديني مدرسې مدرس و او په همدې مدرسه کې په داسې حال کې وسله والو طالبانو پر ډزو وواژه چې د تراوېح لمونځ يې ادا کاوو.

دى وايي چې بريد کوونکي پر محمداسرايل تر بريد وروسته وتښتېدل.

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو ځکه دغه ديني عالم وواژه چې هغه شاوخوا پنځه کاله مخکې له طالبانو سره و او طالبانو د همدې ولسوالۍ لپاره ولسوال ټاکلى و، خو وروسته يې له طالبانو سره اړيکې پرې کړې او د يادې مدرسې د مدرس په توګه يې کار کاوه.

د سمنګانو د والي وياند محمدصديق عزيزي وايي، وسله والو طالبانو ځکه مولوي محمد اسرايل وژلى چې له هغوى سره يې همکاري نه کوله.

د ده په وينا، طالبانو له دغه ديني عالم څخه غوښتل چې د هغوى په ګټه تبليغ وکړي، خو ده دا کار نه کاوه.

دى وايي چې دا مهال تر ٣٠٠ وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ په "چکاب زېرکي" سيمه کې راټول شوي او همدغو طالبانو د ياد مدرس د وژلو لپاره لبابي ته کسان استولي وو.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي. بلې کومې ډلې هم د ياد ديني عالم د وژلو مسووليت نه دى اخيستی.

د سمنګانو د ارشاد، حج او اوقافو مشر مولوي صفى الله سراجي، د مولوي اسرايل وژل وغندل او ويې ويل چې د روژې په مبارکه مياشت کې د لمانځه پر مهال د يو مسلمان وژل غير اسلامي او غير انساني عمل دى.