په خيرخانه کې چاودنه وشوه
په خيرخانه کې چاودنه وشوه
Jul 15, 2015 - 15:10
کابل(پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٤): د کابل ښار خيرخانې مينې ساحه کې چاودنه وشوه، خو مرګ ژوبله او زيان نه لري.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن له غرمې وروسته ١:٣٠ بجې د کابل څلورمې امنيتي حوزې د خيرخانې لب جر ساحه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه د سړک غاړې ګلدان کې د ځاى پر ځاى شوي چسپکي ماين له امله وه.
عيني زياته کړه چې چادونې مرګ ژوبله نه درلوده او موخه يې د خلکو تر منځ د وېرې او نا امنۍ خپرول دي.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر وويل چې پوليسو په دې اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي.
ورته راپورونه:

- 951 reads