د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار اوسېدونکو په ارامه فضا کې د اختر خوښي ونمانځله

د کندهار اوسېدونکو په ارامه فضا کې د اختر خوښي ونمانځله

Jul 20, 2015 - 16:46

کندهار ( پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٤ ) : د کندهار اوسېدونکي وايي که څه هم د کوچني اختر په ورځو کې سخته ګرمي وه، خو دغه ورځې يې په خوښۍ او ارامه فضا کې ونمانځلې.

هغوى له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې کلک امنيتي تدابير نيولي وو او هغوى ته يې د اختر د نمانځلو لپاره د امنيت فضا برابره کړې وه.

د کندهار ښار يوه اوسېدونکي عزت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال کوچنى اختر د دوبي د موسم په داسې ورځو کې و چې دغلته ګرمي د سانتي ګرېډ په کچه تر ٤٥ او ٤٦ درجو رسېدله.

هغه زياته کړه، دا چې خلکو پوره مياشت په سخته ګرمۍ کې روژه نيولې وه، د اختر راتلو ته ډېر خوشحاله و.

د نوموړي په وينا، له سختې ګرمۍ سره سره دغلته اختر په ډېره خوښۍ ونمانځل شو، ځکه ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي وو او کومه بده پېښه و نه شوه.

ده زياته کړه : ((زموږ لپاره همدا اختر او لويه خوشحالي ده، چې امنيت وي او کومه بده پېښه و نه شي، ځکه ناامنۍ تل د کندهار له خلکو خوښي اخيستې ده.))

د کندهار ښار يو بل اوسېدونکي سعيد احمد وايي، د شاه وليکوټ ولسوالۍ د دهلې بند، په ارغنداب ولسوالۍ کې د بابا صاحب زيارت او يو شمېر نورې هغه سيمې هغه مېله ځايونه وو چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې زياته وه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دا چې سږکال په کوچني اختر کې د تېر په پرتله ګرمي زياته وه، خلکو هڅه کوله داسې سيمو ته د مېلې او تفريح لپاره لاړ شي چې شنې وي او روانې اوبه ولري.

دى وايي، له خپلو ملګرو سره د اختر په ورځو کې د ارغنداب رود او شنو باغونو ته لاړ او همدلته يې تفريح او مېله وکړه.

د هغه په خبره، دغې سيمې ته د کندهار ښار تر څنګ د نورو ولسواليو او نږدې ولايتونو زرګونه ځوانان راغلي وو او اختر يې د امن په فضا کې په خوښۍ تېر کړ.

هغه دا هم وويل چې څو کلونه وړاندې دلته د ناامنۍ پېښې زياتې وې او پر مېلو يې سيورى غوړولى و، خو اوس يې ورځ تر بلې حالت ښه کېږي.

د کندهار ښار د درېميې ناحې اوسېدونکى شمس الله هم وايي چې په کوچني اختر کې د سختې ګرمۍ له امله د نورو سيمو په پرتله په ارغنداب او د شاوليکوټ ولسوالۍ په دهلې بند کې د مېله والو ګڼه ګوڼه زياته وه.

دى وايي: ((په دغو مېلو کې ګڼ شمېر ځوانان بېلابېلې سيمه ييزې لوبې لکه غېږ نيول، خوسى، درنه خط او نورې کولې، ځينې سيمه ييزې موسيقۍ (دريا او جاپاني) ته را ټول وو او ځينې نورو بيا له خپلې خوښې سره سم بېلابېلې بوختياوې لرلې.))

نوموړي چې له خپلو ملګرو سره يو ځاى يې اختر په دهلې بند کې تېر کړى وايي: ((د اختر په دويمه ورځ له خپلو څو تنو ملګرو سره يو ځاى د دهلې بند ته لاړو، له ځانونو سره مو خوراکي توکي وړي وو، هلته مو خېمې ووهلې زموږ ځينو ملګرو اشپزي کوله او نورو بيا بېلابېلې سيمه ييزې لوبې کولې او تر دوو شپو پورې همالته پاتې شوو.))

د کندهار د بېلابېلو ولسواليو او نږدې ولايتونو زرګونه اوسېدونکو ويل چې په سيمو کې يې تفريحي ځايونه نشته او له بلې خوا ګرمي هم وه، نو ځکه د مېلې او تفريح لپاره کندهار ته راغلي وو.

د سپين بولدک ولسوالۍ څخه راغلي يوه تن فضل محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، پخوا يې په ډاډه زړه مېلې نه شواى کولاى، خو دا ځل چې امنيت ښه دى، نو هغوى کولاى شي د مېلو او تفريح لپاره بېلابېلو ولسواليو ته سفرونه وکړي.

په کندهار ښار کې د تنکيو ځوانانو او ماشومانو د خوښيو په خاطر بېلابېل مراسم هم جوړ شوي وو.

د کندهار ښار په جاده، غازي پارک او يو شمېر نورو سيمو کې ګڼ ځوانان ليدل کېدل، چې ځينې يې د هګيو په جنګولو او نورو لوبو بوخت وو.

د کندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي، د کوچني اختر په ورځو کې د ناامنۍ هيڅ کومه پېښه نه ده شوې او د دې ولايت اوسېدونکو په ارامه فضا کې د اختر خوښۍ ولمانځلې.

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو په کندهار ښار او ولسواليو کې کلک امنيتي تدابير نيولي وو او امنيت يې په ښه توګه خوندي کړى و.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan