د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ماين په چاودنه کې څلور ماشومان ووژل شول

د ماين په چاودنه کې څلور ماشومان ووژل شول

Jul 24, 2015 - 14:37

 

فیروز کوه (پژواک، ۲ زمرى۹۴):په غور ولايت کې د ماين چاودنې له امله څلور ماشومان ووژل شول او يو بل ټپي شو.

 د غور د امنيه قوماندانۍ سرپرست محمد زمان عظیمي پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د غور مرکز فيروزکوه سره نږدې د بره خانه په سيمه کې رامنځته شوه .

 ده وويل چې يادو ماشومانو د غره په لمن کې څاروي څرول .

 د نوموړي په خبره، ټپي ماشوم چې يوه نجلۍ ده روغتون ته لېږدول شوې  ، خو روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوى دى.

 د امنيه قوماندانۍ سرپرست زياته کړه ، لومړنيو څېړنو ښودلې چې ياد ماين تازه د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى و .

 د برخانه د سيمې يوه اوسېدونکي محمد پژواک ته وويل دغه ماشومان د اوسېدو له ځاى سره نږدې ددغه ماين ښکار شول.

 وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement