ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ او پنجشېر سېلاب ځپلې د مرستو  غوښتونکي دي

د کونړ او پنجشېر سېلاب ځپلې د مرستو غوښتونکي دي

author avatar
30 Jul 2015 - 16:24
د کونړ او پنجشېر سېلاب ځپلې د مرستو  غوښتونکي دي
author avatar
30 Jul 2015 - 16:24

فيض اباد- اسعداباد- چاريکار (پژواک، ٨ زمرى ٩٤): د بدخشان د کوفاب ولسوالۍ له سېلاب ځپلو سره مرستې وشوې، خو د کونړ د چپې درې او د پنجشېر سېلاب ځپلې کورنۍ بيا د مرستو غوښتنه کوي.

د بدخشان د کوفاب په سيمه کې تېره اونۍ سېلاب راغلى و چې د چارواکو په خبره، شپږ تنه په کې مړه شوي، ٥٤ کورونه، کرنيزې ځمکې، د برېښنا ١٢ کوچني بندونه او لس د اوبو کانالونه ويجاړ شوي دي.

د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي مشر سيد عبدالله دهقان نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اغاخان پرمختيايي شبکې (ايکيدن) روغتيايي ټيم له روغتيايي مرستو سربېره، سېلاب ځپلو ته يې د ١٥ ورځو لپاره خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، چاى او بوره هم وېشلي دي.

د ده په وينا، سېلاب ځپلې کورنۍ د نړيوال خوراکي سازمان (ډبليو اېف پي) د خوراکي توکو له مرستې، لکه اوړو، غوړيو، دالنخود او مالګې څخه هم برخمنې شوې دي چې دا مرستې د دوى د دوو مياشتو لپاره بسنه کوي.

هغه زياته کړه، د افغان سرې مياشتې ادارې هم سېلاب ځپلو ته د ٢٦ خېمو، ترپالونو، د اشپزخانې سېټونو او ١٨٦ کمپلو مرسته کړې ده.

د يادونې ده چې د کوفاب سېلاب ځپلو تېره اوونۍ اندېښنه ښودلې وه، که دوى ته اړينې مرستې ونه رسول شي، د دوى ماشومان به له لوږې مړه شي.

له بلې خوا د کونړ د چپې درې ولسوالۍ سېلاب ځپلو د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې ده.

د چپې درې ولسوالۍ قومي مشرانو نن د کونړ له والي وحيدالله کليمزي وغوښتل چې د يادې  ولسوالۍ له سېلاب ځپلو کورنيو سره دې عاجلې مرستې وکړي.

قومي مشرانو وويل، د تېرو سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ ګڼې  بې ځايه شوې کورنۍ سرپناه نه لري، سربندونه، ويالې، فصلونه او فرعي سړکونه يې له منځه تللي، چې زيات شمېر خلک له ترانسپورتي اسانتياوو هم بې برخې شوي او پر خپل وخت لازمې مرستې نه دې ترسره شوې.

هغوى له ولايتي ادارې په کلکه وغوښتل چې له دوى سره د مرستو لپاره د مرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به دې ولسوالۍ ته د سروې ټيمونه واستوي او هر هغه څه چې د ولايتي ادارې په لاس کې وي، وبه يې نه سپموي.

هغه ژمنه وکړه چې د يادې  ولسوالۍ د خلکو ستونزې به د مرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې له استازو سره شريکې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.