ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: ملا عمر مړ شوى

طالبان: ملا عمر مړ شوى

author avatar
30 Jul 2015 - 19:09
طالبان: ملا عمر مړ شوى
author avatar
30 Jul 2015 - 19:09

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٤) : وسله والو طالبانو په رسمي ډول ومنله چې ملا محمد عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: "اسلامي امارت مشرتابه او د ملامحمد عمر مجاهد کورنۍ اعلانوي، چې د اسلامي امارت  مؤسس او زعیم ملا محمد عمر مجاهد د ورپېښې شوې  ناروغۍ له امله خپل روح ملک الارواح ته وسپاره او له دې فاني جهان څخه یې د ابدي نړۍ په خوا سفر وکړ."

سرچينه کاږي، ملا عمر د امريکا په مشرۍ د نړيوالو له ټول فشار او تعقيب سره سره، په هېواد کې اوسېده او په تېرو ١٤ کلونو کې ان د يوې ورځې لپاره هم له افغانستان څخه بهر پاکستان يا کوم بل هېواد ته نه دى تللى او له خپلې مېشت ځاى څخه يې د اسلامي امارت چارې رهبري کولې، چې له هېواده په نه وتلو کره شواهد او دلايل موجود دي.

سرچينه زياتوي، څه موده وړاندې د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله چې ناجوړي يې په وروستيو دوو اونيو کې سخته زياته شوې وه، په حق ورسېد.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې سر له نن (د زمري اتمه) څخه تر درېيو ورځو پورې په ټولو سيمو کې د ملا عمر روح ته د دعا په خاطر د قرآن کريم ختمونه، د فاتحو او دعاګانو مراسم ترسره کېږي.

په خبرپاڼه کې يادونه شوې، چې د ملا عمر مورني ورور ملا عبدالمنان اخند او د ملا عمر مشر زوى مولوي محمد يعقوب له ټولو مسلمانانو څخه خصوصي غوښتنه کوي، چې د ملا عمر په مشرۍ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې که د دوى کوم ډول حقوق تلف شوي وي، نو ټول دې ورته بښنه وغواړي او په دعاګانو کې دې ياد ساتي.

بايد وويل شي، چې د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ملا عمر د مړينې د کره نېټې په اړه څه نه دي ويل شوي.

خو د افغانستان حکومت تېره ورځ د ملا عمر د مړينې د تاييد ترڅنګ ويلي و، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر دوه کاله وړاندې په پاکستان کې مړ شوى دى.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې د افغانستان حکومت د باوري معلوماتو پربنسټ تاييدوي، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۱۳۹۲ کال د وري په مياشت کې (د ۲۰۱۳ د اپرېل مياشت) په پاکستان کې مړ شوی دی.

تر دې مخکې تېره اونۍ د فدايي محاذ په نامه د طالبانو يوې ډلې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې وه، چې ملا عمر دوه کاله مخکې وژل شوى او په زابل ولايت کې خښ دى.

دې ډلې ادعا کړې وه، چې ملا عمر د طالبانو د دوو مشرانو ملا منصور او د يوه بل تن له خوا وژل شوى دى.

تر دې وړاندې څو څو وارې د ملا محمد عمر  د مړينې راپورونه ورکړل شوي وو، خو وروسته بيا د ازادو سرچينو له خوا تاييد نه شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.