ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ملي امنيت ٧ وسله وال ونيول

په کندهار کې ملي امنيت ٧ وسله وال ونيول

author avatar
30 Jul 2015 - 18:13
په کندهار کې ملي امنيت ٧ وسله وال ونيول
author avatar
30 Jul 2015 - 18:13

کندهار (پژواک، ٨ زمرى ٩٤): د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کې د ملي امنيت د منسوبينو په عملياتو کې ٧ تنه وسله وال نيول شوي دي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل، نيول شوو کسانو د دې ولايت په بېلابېلو برخو کې هدفي وژنې او ورانکاره کړنې تر سره کولې.

هغه زياته کړه، دغو وسله والو د حسين شاه اغا (چې په مولوي اغا مشهور دى) په مشرۍ د نظام پر ضد وسله وال فعاليت کاوه، چې د ده په ګډون ټول نيول شوي او پلټنې ورڅخه روانې دي.

د ده په خبره، له نيول شوو کسانو څخه په شوو پلټنو کې معلومه شوې، چې په کندهار ښار کې يې يو شمېر دولتي چارواکي او پوليس په نښه کړي او وژلي دي او دغه راز دوى پلان درلود، چې د کوچني اختر په ورځو ترهګريز بريدونه وکړي.

دى وايي، خو مخکې له دې چې دغه وسله واله ډله خپل پلانونه عملي کړي، د ملي امنيت له خوا يې د استوګنې سيمه کشف او د عملياتو په پايله کې ټول ونيول شول.

خپلواک وايي، له دغې اووه کسيزې وسله والې ډلې سره يو ځاى ٢٥ د ماين ريموټ کنټرول، ٢٥ کيلوګرامه امونيم نايتريت،٤٠ متره ثانيه سوز لاين، درې ماينونه، شپږ د ماين پټاکۍ، دوه د راکټ مرمۍ او نور مهمات تر لاسه شوي دي.

ملي امنيت تر دې وړاندې هم په کندهار کې په وار وار ګڼ شمېر کسان د ورانکارو کړنو او وژنو په تور نيولي دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.