ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا : طالبان دې د سولې خبرو ته ادامه ورکړي

امريکا : طالبان دې د سولې خبرو ته ادامه ورکړي

author avatar
31 Jul 2015 - 09:40
امريکا : طالبان دې د سولې خبرو ته ادامه ورکړي
author avatar
31 Jul 2015 - 09:40

واشنګټن ( پژواک، ٩ زمرى ٩٤ ) : د طالبانو د مشر ملا عمر تر مړينې وروسته امريکا ويلي، چې اوس د سولې لپاره حالات برابر شوي او طالبان  بايد د افغانستان په سياسي نظام کې ورګډ شي.

طالبانو پرون لومړى د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره  د ملا عمر مړينه تاييد کړه، خو د هغه د مړينې کره نېټه او ځاى يې نه ده په ګوته کړې، دغه راز دوى ديوې بلې خبرپاڼې په خپرولو سره ملا اختر محمد منصور د نوي مشر، مولوي هيبت الله اخوندزاده او سراج الدين حقاني د مرستيالانو په توګه ټاکلي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک ټونر پرون ديوې خبري غونډې پر مهال له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو اترو ته ادامه ورکړي.

هغه زياته کړه، چې اوس په افغانستان کې دسولې لپاره حالات برابر شوي او دوى له طالبانو غواړي چې له دې حالاتو ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دسولې دويم پړاو ټاکنې ، چې ټاکل شوې وه، نن د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې پيل شي، د ملا عمر تر مړينې وروسته دطالبانو په غوښتنه ځنډول شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وايي چې د طالبانو د مشر تر مړينې وروسته په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو لپاره نوى چانس په لاس ورغلى دى.

د ټونر په وينا، طالبان دسولې له پروسې سره يو ځاى کېدو سره د يوه متحده افغانستان  په سياسي نظام کې بايد سره ګډ شي.

ده زياته کړې، که چېرې طالبان د افغانستان سياسي نظام کې ورګډ شي، نو د نړيوالو ملاتړ به حاصل کړي، خو که جګړې ته ادامه ورکړي، نو خپل هېواد به نور هم ګډوډ کړي.

مارک ټونر ويلي، چې امريکا د افغانستان د حکومت په مشرۍ دسولې د پروسې ملاتړ ته ادامه ورکوي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.