ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب په نښتو کې ٢٣ وسلوال مخالفين وژل شوي

author avatar
31 Jul 2015 - 16:52
author avatar
31 Jul 2015 - 16:52

ميمنه ( پژواک، ٩ زمرى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې د فارياب ولايت په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې وسلوالو مخالفينو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فارياب ولايت د ګرزيوال ولسوالۍ ولسوال  عبدالرزاق کاکړ د زمري په ٩مه، پژواک خبري اژاسن ته وويل چې له غور او سرپل ولايتونو څخه سلګونه وسلوال له درنو وسلو سره دې ولسوالۍ ته راغلي او پرون يې پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې نښتو کې د ملا شعيب په نامه ديوه قوماندان په ګډون ١١ وسلوال  وژل شوي.

دى وايي، دغه راز د پاڅون کوونکو يو قوماندان له خپلو دوو وسلوالو سره وژل شوي خو طالبانو د شش قره په نامه سيمه نيولې ده.

بلخوا د پاڅونوالو يو تن قوماندان نقيب الله طوفان ويلي، چې وسلوالو مخالفينو د سيمې د اوسېدونکو شپږ کورونه هم سوځولي دي.

بلخوا ددې ولايت په قيصار ولسوالۍ کې ددولتي ځواکونو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې ولايت کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړي لوا وياند جګړن محمد رضا پژواک ته وويل چې وسلوالو طالبانو پرون پر بېلا بېلو امنيتي پوستو بريدونه کړي او جګړه څو ساعته دوام درلود.

د هغه په وينا، په دې جګړه کې د يو شمېر ازبکستاني وسلوالو په ګډون ١٢ مخالفين وژل شوي دي او يو شمېر يې ژوبل دي.

رضا وايي چې په دې جګړه کې دوه پوليس هم ژوبل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.