پلخمري ( پژواک، ۹ زمری ۹۴ ) نامعلومو وسلوالو کسانو د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې څلور بابه جوماتونه سوځولي دي.
د بغلان ولایت د حج اوقافو رییس عبدالرشید مظهري د زمري په ۹ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نامعلومو وسلوالو کسانو تیره شپه د پلخمري اړونده د ډنډ غوري په سیمه کې سوځولي دي.
دی وایي چې په دې پيښه کې دوه جومات به پشبړه توګه او دوه نور جزوي سوځول شوي دي.
مظهري وویل چې د جوماتونو سوځول د مسلمانانو کار نه دی او چاچې دغه کار کړی دی هغوی د افغانستان ، مسلمانانو او اسلام دښمنان دي.
د نوموړي په وینا، دا جوماتونه چې په کومو سیمو کې سوځول شوي هغه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې دي او طالبان باید ددې جوماتونو ساتنه کړي وای.
تر اوسه ددې پيښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن