ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: د ملا عمر مرګ سولې ته زمينه برابره کړې

امريکا: د ملا عمر مرګ سولې ته زمينه برابره کړې

author avatar
1 Aug 2015 - 10:50
امريکا: د ملا عمر مرګ سولې ته زمينه برابره کړې
author avatar
1 Aug 2015 - 10:50

واشنګټن (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): سپينې ماڼۍ د ملا عمر د مړينې د تاييد تر څنګ ويلي چې د هغه تر مړينې وروسته په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره زمينه برابره شوې ده.

د افغانستان حکومت تېره اونۍ اعلان وکړ چې د طالبانو د ډلې مشر ملا محمد عمر دوه کاله مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې مړ شوى، خو دوه  ورځې وروسته طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپل مشر مړينه تاييد کړه.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ پرون د يوې خبري غونډې پر مهال هم د ملا عمر مرګ تاييد کړ.

هغه زياته کړه: ((د امريکا استخباراتو تر ارزونو او څېړنو وروسته موندلې ده چې ملا محمد مړ شوى دى.))

خو سرچينې زياته کړې چې د ملا عمر د مړينې څرنګوالى او دا چې کله مړ شوى تر اوسه هم نه دى روښانه، خو دا روښانه شوې چې د ملا عمر تر مړينې وروسته د افغانستان د څو لسيزو جګړو کې چې زرګونه خلک ووژل شول، اوس د سولې او ثبات لپاره زمينه برابره شوې ده.

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي چې تېر کال د افغانستان تر ټاکنو وروسته افغان مشران ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله د ملي يووالي حکومت په جوړولو سره يوه تاريخي کارنامه ترسره کړه.

د ارنسټ په وينا، ولسمشر اوباما تېر کال په افغانستان کې جګړه ييز ماموريت پاى ته ورساوه او امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

خو سپينه ماڼۍ وايي چې افغانستان اوس هم يوه خطرناکه سيمه ده، افغانان اوس هم له ترهګرۍ ځپل کېږي.

نوموړي زياته کړه، اوس طالبان بايد د سولې له پروسې سره يو ځاى شي او يا هم د جګړې په انتخابولو سره د خپلو هېوادوالو وژلو ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.