ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

تخار کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 Aug 2015 - 14:59
تخار کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 Aug 2015 - 14:59

تالقان (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې د طالبانو د دوو مهمو چارواکو په ګډون پنځلس وسله وال او درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې پوځي عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د اشکمش ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال قاري صلاح الدين او ٨ طالبان وژل شوي او ٩ تنه نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو طالبان بيا وايي چې د اشکمش په نښته کې طالبانو ١٤ امنيتي سرتېري وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

دغه راز اسير وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې هم امنيتي ځواکونو عمليات کړي چې په لړ کې يې د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان قاري ابراهيم وژل شوى دى.

هغه زياتوي: "قاري ابراهيم چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو يو مهم قوماندان و د افغان امنيتي ځواکونو له لوري، د يادې ولسوالۍ په قرغ سيمه کې وژل شوی دی."

ده وويل چې د خواجه غار ولسوالۍ په نښته کې پنځه نور طالبان هم وژل شوي او لس تنه ټپيان دي.

د اسير په وينا، په دې نښته کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

خو طالبان بيا وايي چې په ياده نښته کې د تغي په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان يي وژلى دى.

خو امنيتي چارواکو تر اوسه د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان د وژنې په برخه کې څه نه دي ويلي.

دغه راز د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وويل چې په درقد ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.