فيض اباد-چاريکار (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): د ملي امنيت چارواکو، د BM1 هغه ٢٣ ماينونه چې د بدخشان مرکز فيض اباد پر ښار باندې د توغولو لپاره چمتو شوي وو، کشف او شنډ کړي او دغه راز د کاپيسا د ملي امنيت يو کار کوونکى په پروان ولايت کې وژل شوى دى.
د بدخشان د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ماينونه د فيض اباد ښار په پنځه کيلومترۍ کې د جوزګون په دره کې د طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوي وو، چې نن د ملي امنيت موظفينو له لوري کشف او شنډ شول.
سرچينې زياته کړې چې طالبانو دغه ماينونه له وردوج او جرم ولسواليو څخه دلته راوړي او د فيض اباد د اوسېدونکو د وژلو هوډ يې درلود.
د سرچينې په وينا، تر اوسه پورې په دې اړه څوک نه دي نيول شوي، خو څېړنې روانې دي.
د فيض اباد اوسېدونکى عبدالکريم وايي چې د دغو ماينونو په کشف سره د خلکو له مرګ ژوبلې او پر ښار باندې له راکټي بريده مخنيوى وشو.
هغه وويل: "د فيض اباد اوسېدونکي د امن په فضا کې ژوند کوي او که څوک غواړي چې د خلکو با امنه ژوند ګډوډ کړي، د خلکو دوښمنان دي."
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ويلو ده چې وسله وال مخالفين په وردوج او جرم ولسواليو کې فعاليت کوي او له تېرو لسو ورځو راهيسې يې د وردوج په تيرګران سيمه کې د دولت يو پوځي مرکز نيولى دى.
په يوه بله پېښه کې، د کاپيسا د ملي امنيت يو کارکوونکى په پروان ولايت کې وژل شوى دى.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي پژواک ته وويل چې د ملي امنيت دغه کارکوونکى پرون شپه د پروان په مرکز تتمدره سيمه کې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شوى او د نښتې په ترڅ کې وژل شوى او په دې نښته کې يو وسله وال مخالف هم ټپي شوى دى.
هغه زياته کړه چې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو له لوري څېړنې پيل شوې، څو د يادې پېښې عاملان ونيسي.
د ملي امنيت د دغه کار کوونکي د وژلو مسووليت چې د پروان د مرکز اوسېدونکى دى، تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن