ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا ديني عالمانو او قومي مشرانو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

د پکتيا ديني عالمانو او قومي مشرانو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

author avatar
1 Aug 2015 - 17:21
د پکتيا ديني عالمانو او قومي مشرانو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ
author avatar
1 Aug 2015 - 17:21

ګردېز (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): د پکتيا ولايت يو شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو له ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړى او ويلي يې دي چې په هره برخه کې ورسره همکارۍ ته چمتو دي.

د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د زمري په ١٠مه د ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ په جوړې شوې غونډه کې لسګونو ديني عالمانو، قومي مشرانو او سلګونو ځوانانو برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې د پکتيا د ديني عالمانو ټولنې مشر قاري خواجه الدين وويل چې افغان امنيتي ځواکونه د ستاينې وړ دي او بايد ټول له دوى څخه په ګډه ملاتړ اعلان کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ بايد په هغو ټکو ډېرې خبرې وکړو چې زموږ دولت يې کمزورى کړى، زموږ امنيت يې خراب کړى او موږ بايد له خپلو ځواکونو سره پوره همکاري وکړو.))

قاري خواجه الدين له امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې په داسې چارو لاس پورې نه کړي چې له مخې يې په هېواد کې امنيت نور هم خراب او د سولې راتګ ناشونى شي.

دغه راز قومي  مشر جنت خان منګل وويل چې د پکتيا ټول قومونه له امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او د امنيت په ټينګښت کې ورسره پوره همکاري کوي.

هغه وويل: ((موږ د سولې په راوستو کې هم له حکومت سره همکاري کوو.))

د منګل په وينا، په ټوله نړۍ خلک له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي دلته هم بايد دغه کړنه ترسره شي.

په ياده غونډه کې د ځوانانو په استازيتوب احسان الله وويل چې د پکتيا ډېرى ځوانان له امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او په هره برخه کې همکاري ته چمتو دي.

ده وويل: ((په دې وروستيو کې زموږ امنيتي ځواکونه ډيرې لاسته راوړنې درلودې د ستايني وړ دي موږ يي ملاتړ کوو.))

دغه راز د پکتيا دحج اوقافو رييس مولوي عبدالغفور وويل چې د عامو خلکو او ديني عالمانو له لوري  د امنيتي ځواکونو په ملاتړ د غونډو جوړيدل، له ځانګړي ارزښته برخه مند دي.

هغه زياته کړه: ((په اسلام کې د حکومت ،مشرانو ،جرګو ،نظام او په نورو برخو ډير بحثونه شوي دي او مونږ هم داسلام په رڼا کې دخپل حکومت له هغو کړنو څخه ملاتړ کوو ،چې داسلام او خلکو په ګټه وي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.