ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مارجه کې چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

مارجه کې چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
1 Aug 2015 - 19:42
مارجه کې چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
1 Aug 2015 - 19:42

لښکرګاه ( پژواک، ١٠ زمرى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په هلمند ولايت کې ديوې چاودنې له امله پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول  شاه محمود اشنا د زمري په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته د مارجې ولسوالۍ د شين غزک په سيمه کې پر ملکي موټر شوې ده.

هغه زياته کړه، د مارجې ولسوالۍ دوکانداران د ناوې ولسوالۍ په يوه ګنج کې د سودا اخيستلو لپاره ورغلي وو، چې د بېرته راتګ پر مهال يې پر موټر چاودنه شوې.

اشنا وايي چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.