کندهار (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): په کندهار ښار کې د ملي او سرحدي پوليسو تر منځ وسله واله نښته شوې چې په پايله کې يې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
پېښه نن له غرمې وروسته د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د کابل د دوه لارې په سيمه کې د برېښنا رياست ته څېرمه رامنځته شوې ده.
يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړى د پوليسو تر منځ لفظي شخړه شوې او وروسته يې پر يو بل ډزې کړې دي.
هغه په دې اړه معلومات ور نه کړل چې د پوليسو تر منځ پر کومه موضوع شخړه شوې، خو زياته يې کړه چې په پېښه کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پېښه تاييدوي او وايي چې د پوليسو تر منځ لفظي شخړه وروسته په وسله واله نښته اوښتې ده.
هغه ومنله چې په دې نښته کې مرګ ژوبله اوښتې خو شمېره يې و نه ښودله.
ده زياته کړه، د پېښې ځاى ته د امنيې قومندانۍ پوليس رسېدلي او موضوع څېړي، چې وروسته به يې په اړه معلومات وړاندې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن