د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د جنايتکارانو له محاکمې پرته سوله نه راځي"

"د جنايتکارانو له محاکمې پرته سوله نه راځي"

Aug 02, 2015 - 15:39

کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٤): د افغانستان د ملي پيوستون ګوند د يوه غونډې په ترڅ کې د طالبانو کړنې وغندلې او ويې ويل چې د سولې پروسه د پخوا په څېر کوم ځاى ته نه رسېږي.

د طالبانو او حکومت د استازو تر منځ د سولې لومړۍ مخامخ خبرې تېره مياشت د پاکستان په کوربه توب، د چين او امريکا تر څارنې لاندې په اسلام اباد کې وشوې.

ټاکل شوې وه چې د خبرو دويم پړاو د زمري په اتمه نېټه په چين يا پاکستان کې پيل شي، خو د ملا محمد عمر د مرګ په اړه له خپرو شوو راپورونو سره وځنډېدې.

د راپورونو له مخې، د طالبانو مشر ملاعمر دوه کاله وړاندې د کراچۍ په يوه روغتون کې په مرموز ډول مړ شوى دى.

د ملي پيوستون ګوند غړو او پلويانو نن د کابل د نوي ښار پارک کې په تېرو دوو لسيزو کې د طالبانو کړنې وغندلې او طالبانو ته يې د وطن پلورونکو خطاب وکړ.

د دغه ګوندې وياندې سيلۍ غفار وويل: ((ارګ مېشتي له طالبانو سره هېڅ توپير نه لري، طالبانو د يوه مجهول الهويه کس په فرمان د زرګونو کسانو وينې تويې کړې او ارګ مېشتو غير قانوني افرادو ته د وسلو په وېشلو سره د لسګونو کسان ژوند واخيست.))

هغې زياته کړه، تر څو چې د طالبانو پروژه نه وي ختمه شوې او ارګ مېشتي له طالبانو سره يو لاس نه وي، څنګه د هېواد په پلازمېنه کې د يوه داسې ورک هويته کس ماتم وشي چې ټول خلک يې پر وينو لمبولي دي.

د سولې عالي شورا تېره ورځ په يوه ناسته کې د ملا عمر مړينه د سولې خبرو لپاره غوره فرصت وباله او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې له دغه فرصته ګټه واخلي او داسې تېروتنه ونه کړي چې طالبان د سولې له خبرو شا ته کړي.

په دې ناسته کې له وسله والو مخالفينو غوښتنه وشوه چې له جګړې لاس واخلي او له سولې پروسې سره يو ځاى شي.

د افغانستان د ملي پيوستون ګوند وياند وويل چې د طالبانو د رامنځته کولو موخه د امريکا يوه پروژه وه چې پر روسيه او چين د فشار لپاره وه او اوس امريکا خپلې موخې ته رسېدلې ده.

مېرمن غفار د سولې پر خبرو نيوکه وکړه او ويې ويل: ((خلک دې سولې ته هيله نه لري، سپين بيرغ پر تور بدل شوى، ترڅو چې ټول جنايتکاران د محکمې مېز ته را نه وستل شي، سوله نه راځي.))

هغې زياته کړه: ((د سولې راتلل د خلکو په سراسري يووالي پورې اړه لري او تر هغو چې ټول سره يو نه شي، په هېواد کې سوله نه راځي.))

په دې ناسته کې څه باندې دوو سوو کسانو ګډون کړى و او د ((له امريکا سره ملګرتيا د جګړې ادامه ده، له طالبانو سره معامله خيانت دى، زموږ چوپتيا شرم دى، نه ناټو نه امريکا، واک له خلکو سره، هېوادواله پاڅه! که نه نيواکګر له طالب، داعش او نورو تنظيمونو سره ستا وطن او هستي وړي.)) شعارونه يې ورکول.

د ملي پيوستون ګوند د مشرتابه پلاوي يوه غړي عبيد وويل چې د سولې پروسه به کوم ځاى ونه نيسي؛ ځکه چې امريکا او متحدينو يې تل د سولې د راوستلو په موخه دا ډول پروژې پيل کړې، څو خپلو موخو ته ورسېږي.

د لاريون يوې بلې ګډونوالې مريم په وروستيو دوو لسيزو کې د طالبانو د جنايتونو د غندنې تر څنګ وويل: ((د سولې پروسه يو چل دى، امريکا پوهېدلې چې افغانستان د سولې تږى دى او له همدې امله يو ځل بيا غواړي چې د افغانستان خلک تېر باسي.))

هغې زياته کړه، تر څو چې د سولې خبرې د امريکا او د هغه د متحدينو تر فرمان لاندې ونه شي، سوله به ناکامه وي.

هغې وويل: ((طالبان د يوې څرګندې موخې لپاره جوړ شوي وو، له ملاعمر نه يې د يوې وسيلې په توګه کار اخيست.))

مريم څرګنده کړه، تر هغه چې جنايتکاران محاکمه نه شي، د افغانستان خلک سره يو نه شي، په هېواد کې سوله نه شي راتلاى.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan