ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج او اوقافو وزارت د هېواد ١٠٠زره جوماتونه راجستر کوي

د حج او اوقافو وزارت د هېواد ١٠٠زره جوماتونه راجستر کوي

author avatar
2 Aug 2015 - 16:28
د حج او اوقافو وزارت د هېواد ١٠٠زره جوماتونه راجستر کوي
author avatar
2 Aug 2015 - 16:28

مزارشريف )پژواک، ١١ زمرى ٩٤): د حج و اوقاف وزير وايي چې په هېواد کې لا هم ۱۰۰زره جوماتونه ثبت او راجستر کېدو ته اړتيا لري.

د حج او اوقاف وزير فيض محمد عثماني د زمري په ۱۱مه په مزارشريف کې حاجيانو د راټولېدنې مرکز د پرانيستې په ترڅ کې رسنيو ته وويل چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۵۰زره جوماتونه شتون لري.

نوموړي زياته کړه چې د جوماتونو د ثبت او راجستر مسئله په ټولو اسلامي هېوادونو کې عامه ده چې بايد په افغانستان کې هم ټول جوماتونه له حکومت سره ثبت شي.

د هغه په وينا، په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۵۰زره جوماتونه شته؛ خو له حج او اوقاف وزارت سره یې يوازې ۵۰زره ثبت شوي دي.

عثماني وويل چې په نږدې موده کې به د پاتې جوماتونو د ثبت لړۍ هم پيل کړي او هڅه کوي چې په لنډه موده کې د هېواد ټول جوماتونه له حکومت سره ثبت شي.

نوموړي زياته کړه چې له دغې لارې به د هېواد د لرې پرتو سيمو له ديني عالمانو سره هم د حکومت اړيکې بيا راژوندۍ شي او هغوی ته به اسانتياوې هم برابرې کړي.

د حج او اوقاف وزير عثماني بلخ ته د خپل سفر موخه په مزارشريف کې د شمال زون په کچه د حاجيانو د راټولېدنې د مرکز پرانيسته په ګوته کړه.

نوموړي وويل چې دغه مرکز د ياد وزارت په بوديجه د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی.

د هغه په وینا، د ياد مرکز د جوړېدو چارې نږدې دوه کاله وړاندې بشپړې شوې وي؛ خو د ځينو تخنيکي ستونزو د نه بشپړاوي له امله يې پرانيسته ځنډېدلې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.