ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حاجي دين محمد: د افغانستان مسئله له سولې پرته بله حل لار نه لري

حاجي دين محمد: د افغانستان مسئله له سولې پرته بله حل لار نه لري

author avatar
3 Aug 2015 - 11:52
حاجي دين محمد: د افغانستان مسئله له سولې پرته بله حل لار نه لري
author avatar
3 Aug 2015 - 11:52

کابل (پژواک، ١٢ زمری ۹۴): د ولسمشر اشرف غني سلاکار او د سولې د پلاوي غړى حاجي دين محمد وايي، که افغانان خپلې ګټې په خپله تعريف نه کړي او خپلې غوښتنې د همدغو ګټو پر اساس تنظيم نه کړي، نو د سولې پروسه پايله نه ورکوي.

نوموړي پژواک له خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې زياته کړه: "اور زموږ پر کور بل دی او لومړيتوب بايد زموږ ګټې ولري."

حاجي دين محمد چې له اوږدې مودې راهيسې د افغان سولې بهير په هلو ځلو کې فعاله ونډه لري، وايي چې د افغانستان د سولې موضوع يواځې داخلي اړخ نه لري، دلته چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې کوم هېوادونه حاضر وو، هغوی هم د سولې په پروسه کې د خپلو نظرياتو شاملېدل غوښتل.

د نوموړي په وينا، يو شمېر هېوادونو دعوه درلوده چې په افغان جګړه کې د دوی د سرتېرو وينې هم تويې شوې دي او مالي مصارف يې کړې دي، نو ځکه بايد د هغوی غوښتنې هم په پام کې ونيول شي.

د سولې عالي شورا دغه غړی چې له طالبانو سره د اسلام اباد په وروستيو خبرو کې د افغان حکومت د پلاوي غړيتوب درلود، د افغان سولې په اړه د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنو په باب يوې مشهورې کيسې ته اشاره وکړه او ويې ويل: " يوه سړي اور اخيستی و، نارې يې وهلې چې اور مې مړ کړئ، بل کس وويل، ودرېږه چې زه خپل سګرټ ترې ولګوم."

حاجی دين محمد د افغان جګړې د ختمولو او په هېواد کې د سولې د ټينګښت په اړه د بېلابېلو طرحو او وړانديزونو په اړه وايي چې د افغان سولې په اړه ډېر خلک ډېر څه وايي، کتابونه پرې ليکي، طرحې پرې جوړوي، اجنډا ګانې جوړوي، پروژې پرې اخلي.

نوموړی زياتوي: "زما په نظر لنډه خبره دا ده چې زه او ورور مې سره خپه شوي يو، بايد سره پخلا شو او يو بل ته تېرېدنه وکړو چې دا زما په نظر تر ټولو مهمه طرحه ده."

هغه په افغانستان کې د سولې او پخلاينې په تړاو د خپلو هلو ځلو تاريخ ته په اشارې سره وايي چې دی او کورنۍ يې ان د شوروي پر وړاندې د افغان جهاد په وخت کې د تنظيمونو او مجاهدينو تر منځ د سولې او پخلايني پلوي وو او هېڅ کله يې په کورنيو جګړو کې برخه نه ده اخيستې.

حاجي دين محمد زياتوي، کله چې طالبان په لومړي ځل په کندهار کې را پيدا شول، ده او ملګرو يې هڅه وکړه چې د مجاهدينو او طالبانو تر منځ سوله راولي او منځګړيتوب وکړي چې په همدې تړاو يې کندهار ته ګڼ سفرونه وکړل.

نوموړی زياتوي:" کله چې طالبانو کابل ونيو، بيا هم موږ خپلو هڅو ته دوام ورکړ، په کابل کې مو له طالبانو سره هم تماسونه درلودل، له استاد سياف او احمدشاه مسعود سره مو هم اړيکې ونيولې، خو متاسفانه زموږ د سولې ډېرو هلو ځلو خاصه نتيجه ورنه کړه."

د سولې د عالي شورا غړی او د ولسمشر سلاکار وايي چې ده په کابل کې د طالبانو د حکومت تر سقوط وروسته هم د سولې او پخلاينې هلو ځلو ته دوام ورکړ او تل يې د بېلابېلو مخالفو لورو تر منځ د سولې راوستلو هڅې کړې دي.

حاجي دين محمد وايي چې ده د سولې لپاره ډېر سفرونه کړي دي او د سولې په تړاو يې په ګڼو کنفرانسونو او مجلسونوکې ګډون کړی او د سولې عالي شورا تر جوړښت وړاندې د افغانستان او پاکستان د سولې ګډې جرګې د کمېسيون غړی پاتې شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.