ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د پاکستان ضد لاريون وشو

خوست کې د پاکستان ضد لاريون وشو

author avatar
3 Aug 2015 - 13:41
خوست کې د پاکستان ضد لاريون وشو
author avatar
3 Aug 2015 - 13:41

خوست ښار (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): په خوست ولايت کې لاريون کوونکو د افغانستان په سرحدي سيمو کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د تاسيساتو جوړولو د مخنيوي جدي غوښتنه وکړه.

دغو لاريون کوونکو چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده، د افغانستان په يو شمېر سرحدي ولايتونو کې د پاکستان له لوري د تاسيساتو جوړول وغندل او دا يې د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری وباله.

دوی له ځان سره د رخت په ټوټو د پاکستان او ايران ضد ليکلي شعارونه لېږدول او دغه راز يې د ټولو هغو هېوادونو پر ضد شعارونه ورکول چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

يوه لاريون کوونکي او د مدني ټولنې فعال ډګروال موسی جان پژواک اژانس ته وويل چې افغانان به هېڅکله پر خپله خاوره چا ته د تېري اجازه ورنه کړي او نه هم نور زغملی شي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې د بيا ځل لپاره کوم بهرني هېواد د افغانستان پر خاوره باندې تېری وکړ، موږ به نور غلي پاتې نه شو او غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړو.))

يوه بل لاريونوال دوست محمد پژواک اژانس ته وويل، افغانان چمتو دي چې د تېر په څېر يو ځل بيا له خپلې خاورې د خپل سر په بيه دفاع وکړي او کړې يې هم ده.

نوموړي له ولسمشر اشرف غني څخه په کلکه وغوښتل چې د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان او ايران پر وړاندې خپل دريځ سخت کړي او بالمثل ځواب ورکړي.

هغه زياته کړه: ((له اشرف غني مو غوښتنه دا ده، لکه څرنګه چې پاکستان او ايران زموږ واړه ماشومان د توپونو په ذريعه ازاروي او ژړوي، همداسې دې هغوی ته هم ځواب ورکړي.))

د خوست ښار دغو لاريون کوونکو ګواښ وکړ چې پاکستان د افغانستان په سرحدي سيمو کې له تاسيساتو جوړولو لاس په سر نه شي او افغان حکومت يې مخنيوي ونه شي کړای، د ولسي افغانانو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

د دغه لاريون بل ګډونوال داود خان پژواک اژانس ته وويل چې د ايران او پاکستان په ګډون هر بل هېواد د افغانستان پر خاوره هر ډول تېری وکړي، دوی به هم په ورته عمل لاس پورې کړي.

داود خان زياته کړه: ((موږ د خپل سر او مال ورکولو ته تيار يو، که پاکستان زموږ يو ګام خاوره هم لاندې کوي، موږ ته د زغملو نه ده، موږ له خپلې خاورې څخه په کلکه دفاع کوو.))

د يادونې ده، تېره ورځ په جلال اباد کې هم لسګونو خلکو د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاورې د تېري د غندلو او مخنيوي په اړه لاريون وکړ او د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.