کابل (پژواک ١٢ زمرى ٩٤): تر راتلونکي يونيم کال پورې د هېواد د پنځو لويو ښارونو او دغه راز تر راتلونکو درېيو کلونو پورې د هېواد د ٨ ښارونو د ښاري خونديتوب په برخه کې ١٤ ميليون ډالره لګول کېږي.
د يادو دوو پروژو هوکړه ليک چې د جاپان، سويس او هالنډ هېوادونو په مرسته د ملګرو ملتونو د هستوګنې پروګرام ) (UN- HABITAT له لارې تمويليږي، نن د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې او ښارجوړونې وزارت د چارواکو تر منځ لاسليک شو.
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مشر غلام جيلاني پوپل په دغو مراسمو کې وويل چې د ښاري بنسټونو د پروګرام شل ميليون ډالره لګښت د جاپان له لوري ورکول کېږي.
نوموړي د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل، چې د کوڅو، پياده لارو او پارکونو کانکرېټ کول، د کابل، هرات، کندهار، بلخ او جلال اباد ښارونو د ناحيو په کچه د سيمه ييزو او کليو شوراګانو رامنځته کول د دغه پروګرام له فعاليتونو څخه بلل کېږي.
هغه زياته کړه، چې ياده پروژه به دغه راز له ښارواليو سره هم د عوايدو د راټولونې په موخه د ظرفيت د لوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه پروژه به د ٢٠١٦ زېږديز کال د ډسمبر په مياشت کې بشپړه شي.
دغه راز نوموړي څرګنده کړه، چې د "ښاري خونديتوب" په پروژه کې د ولسي او ښاري حکومتوالۍ د پياوړتيا او د ښځو او ځوانانو په ګډون، څنډې ته د کش شويو قشرونوله حقونو څخه ملاتړ هم شامل دى.
هغه وويل، چې دغه پروژه په راتلونکو دريو کلونو کې په کابل، کندهار، هرات، مزارشريف، فراه، باميانو ولايتونو او د ډايکنډي په نيلي کې عملي کېږي.
د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، په دغه پروګرام له ديارلسو مليون ډالرو ډېر لګښت راځي چې د سويس او هالنډ هېوادونو له لوري ورکول کېږي.
د هغه په وينا، دغه دوه پروژې د کورنيو چارو او ښار جوړونې چارو وزارتونو په همکارۍ عملي کېږي.
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مشر په نننۍ ناسته کې وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به له نړيوال بانک سره هم د ښارواليو د وړتياو د لوړولو په برخه کې يو هوکړه ليک هم لاسليک شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن