کندوز (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د کندوز والي وايي، لسګونه طالبان د ملا عمر د مړينې د خبر له اورېدو وروسته يې چې له داعش ډلې سره د يوځاى کېدو هوډ درلود، د طالبانو له لوري نيول شوي دي.
محمدعمر ساپي د نن ورځې په خبري ناسته کې وويل چې د معلوماتو پر بنسټ، مولوي احد د يوې ٦٠ کسيزې ډلې په مشرۍ چې د ملااخترمحمد منصور تر مشرۍ لاندې يې خپل فعاليت نه غوښت؛ د يادې ډلې له لوري نيول شوى دى.
هغه زياته کړه: "تاسو درې ورځې وړاندې په دشت ارچي کې د طالبانو تر منځ د نښتې شاهدان وى، چې يو شمېر طالبانو د ملا عمر د مرموزې مړينې له اورېدو وروسته غوښتل چې له تېرو کړنو لاس واخلي او د ژوند له لوري ته بدلون ورکړي، له همدې امله يې تر منځه نښته شوې، دا چې شمېر يې کم و، ټول يې نيول شوي دي."
نوموړي څرګنده کړه چې د ملاعمر له مړينې وروسته په چهاردرې ولسوالۍ کې هم د يادې ډلې تر منځ مخالفتونه او درزونه رامنځته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دشت ارچي ولسوالۍ له تېرې مياشتې او د قلعه زال ولسوالۍ يو شمېر برخې د روانې مياشتې په ترڅ کې د طالبانو له لوري نيول شوې، خو د چهاردرې ولسوالۍ چې تېره مياشت يې نيولې وه، له څو ورځو مقاومت وروسته له لاسه ورکړه.
د کندوز والي وويل چې د طالبانو تر منځ سيالۍ روانې دي او هيله ده چې ژر تر ژره هغه طالبان چې درک کړې يې ده او پر دې پوهېږي چې د داسې يو چا تر شا چې هويت يې معلوم نه دى، بايد ونه درېږي او خپلې لارې تر جلا کړي.
ساپي زياته کړه چې د ملا عمر مړينې د طالبانو تر منځ بېلابېلې اندېښنې او فکرونه رامنځته کړي چې افغانان به په نږدې راتلونکي کې د دوى د څو ډلې کېدو شاهدان و اوسي.
هغه زياته کړه: "د کندوز خلک، د يوه نامعلوم او مجهول الهويه اميرالمومنين (ملااخترمحمد منصور) چې اصلاً د افغانانو قاتل بولي، په هېڅ وجه نه مني."
له هغه وروسته چې په دې وروستيو کې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرموزې مړينې خبر خپور شو، ملا اختر منصور د طالبانو تر منځ له اختلافونو سره-سره د هغه د ځاى ناستي په توګه وټاکل شو، خو د طالبانو دغه نوي مشر پر جګړې ټينګار کړى او سوله يې د دښمن تبليغات بللي دي.
د هغه يادې څرګندونې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د خلکو او مدني بنسټونو له غبرګونونو سره مخ شوې او له طالبانو غوښتل شوي چې جګړې ته د پاى ټکى کېږدي او په هېواد کې روان بحران د سولې له لارې حل کړي.
ن گروه دستگير شده اند.
وی افزود: "شما سه روز قبل شاهد درگيری ميان طالبان دردشت ارچی بوديد كه يكتعداد طالبان بعداز شنيدن مرگ مرموزملاعمر، خواستند دست از اعمال گذشته بكشند و تغييرمسير بدهند؛ به همين خاطر جنگ دربين شان صورت گرفت؛ چون تعدادشان كم بود، همۀ آنها دستگير شدند."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن