ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د ملاعمر مړينه يو فرصت دى چې طالبان له سولې سره يو ځاى شي

عبدالله: د ملاعمر مړينه يو فرصت دى چې طالبان له سولې سره يو ځاى شي

author avatar
3 Aug 2015 - 16:31
عبدالله: د ملاعمر مړينه يو فرصت دى چې طالبان له سولې سره يو ځاى شي
author avatar
3 Aug 2015 - 16:31

کابل(پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله وايي چې د ملا عمر مړينه يو فرصت دى، څو طالبان له سولې سره يو ځاى شي.

نوموړي دغه مطلب نن ورځ د وزيرانو شورا په غونډه کې څرګند کړ او ويې ويل: ((د طالبانو د مشر ملا عمر مړينه د طالبانو، د افغانستان خلکو او نړۍ ته د پوښتنې وړ شوې او د سولې خبرو اترو بهير ځنډېدلى دى.))

هغه وويل، ټاکل شوې وه چې د تېرې جمعې په ورځ د افغان دولت او طالبانو تر منځ په اسلام اباد کې د سولې خبرې ترسره شي، خو د طالبانو د مشر ملا محمدعمر د مرګ خبر په اورېدو سره دا خبرې وځنډېدې.

عبدالله په افغانستان کې د ملا محمدعمر د شتون په اړه وويل: ((د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته ملا محمدعمر له هېواد بهر ژوند کاوه، هېڅکله هم په افغانستان کې نه دى پاتې شوى.))

خو طالبانو د ملا عمر د مرګ خبر له خپرولو وروسته ويلي وو چې نوموړى د امريکا له بريدونو وروسته په تېرو ١٤ کلونو کې تل په افغانستان کې و او حتى يوه ورځ يې هم پاکستان او نورو هېوادونو ته سفر نه و کړى.

د حکومت اجرايي مشر په خپلو خبرو کې وويل، دا چې په وروستيو دوو کلونو کې تر کوم نامه لاندې د چا په استازولۍ خبرې وشوې، چا د ملاعمر د استازولۍ او زمينه سازۍ  ادعاوې کولې؛ ځواب يې  له افغان حکومت سره شته دى.

  عبدالله زياته کړه چې د عادلانه او تلپاتې سولې په برخه کې چې د ملي حاکميت او د خلکو ځمکنۍ بشپړتيا په کې خوندي وي، د هېواد اراده لا هم پر ځاى ده.

نوموړي له د ولسمشر اشرف غني د پښې له جراحي عملياتو وروسته د ډاډ ورکولو تر څنګ وويل: ((تېره ورځ مې له ولسمشر سره ويډيويي کنفرانس درلود، روغتيايې ښه شوې او ډېر ژر به هېواد ته را ستون شي.))

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.