ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوستم: طالبان به سولې ته له غاړې ايښودو پرته وځپل شي

دوستم: طالبان به سولې ته له غاړې ايښودو پرته وځپل شي

author avatar
4 Aug 2015 - 16:59
دوستم: طالبان به سولې ته له غاړې ايښودو پرته وځپل شي
author avatar
4 Aug 2015 - 16:59

مېمنه (پژواک، ١٣ زمرى ٩٤): د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم ګواښ کړى چې که طالبان خپلې وسلې پر ځمکه کېنږدي او سوله ونه مني نو له منځه به يوړل شي.

 جنرال عبدالرشيد دوستم دغه موضوع نن د افغان پوځيانو په غونډه کې د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې ياده کړه.

 هغه وويل: " داسې اوازې شته چې ګني زه فارياب ته د ملېشې جوړونې او د يو شمېر قومي او سمتي حرکتونو د تر سره کولو لپاره راغلى يم چې زه دغه اوازې ردوم، زه لومړى مرستيال او د ولسمشرۍ رياست سرپرست يم، د هېواد ټول امنيتي ځواکونه زما تر امر لاندې دي او مليشې جوړونې ته اړتيا نه لرم."

 جنرال دوستم ټينګار وکړ، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنيت شورا په لارښوونه دغه ولايت ته راغلى، څو اوسنى وضعيت وڅېړي او شته ستونزو ته د پاى ټکې کېږدي.

 د دولت ياد لوړپوړي چارواکي زياته کړه: " طالبانو په فارياب ولايت کې له افغان امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ماتې خوړلې، څلور زره طالبانو جګړې ته تيارى نيولى و او که چېرې يې مخه نه واى نيول شوې نو ډېرې ننګونې به يې رامنځته کړې وې."

 

دوستم د ملا عمر مړينې ته په اشارې سره وويل: " زه يو کال وړاندې د ملا عمر له مړينې خبر وم، خو د طالبانو مشران نه و خبر او د پرديو په امر له امنيتي ځواکونو سره جنګېدل."

 نوموړي، د طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور ته اړونده د وروستيو څرګندونو په غبرګون چې په افغانستان کې يې د جګړې په دوام ټينګار کړى، وويل: "ملا منصور ډېر ښه پېژنم او ورسره اړيکه کې وم. له هغه او له ټولو طالبانو غواړو چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او جګړه بس کړي."

 د ولسمشر لومړي مرستيال د دې خبرې په څرګندولو سره چې طالبانو ته د دولت غېږ خلاصه ده، د يادې ډلې له غړو وغوښتل چې د سولې له لړۍ سره يو ځاى شي؛ له هغه پرته به د هېواد د امنيتي ځواکونو له لوري له منځه يوړل شي.

 دوستم وويل: " د فارياب ولايت له پاکولو وروسته که چېرې طالبان بيا خپلو بريدونو ته دوام ورکړي نو له خپلې نکټايۍ او دريشۍ سره يو ځاى به د امنيتي ځواکونو په څنګ کې ودرېږم او هغوى به ووژنم."

 د هېواد لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم هم وويل، د "شمشېر" په عملياتو کې چې د زمري مياشتې له درېيمې نېټې څخه د فارياب په بېلابېلو ولسواليو کې پيل شوي، د ازبک، پاکستانيو او چيچن جګړه کوونکو  په ګډون په کې ٣٠٠ وسله وال مخالفين ټپيان او وژل شوي دي."

 د هغه په وينا، پر دې سربېره د فارياب يو شمېر سيمې چې پخوا د وسله والو طالبانو تر واک لاندې وې، د ولسي ځواکونو په مرسته پاکې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.