هرات (پژواک، ١٣ زمرى ٩٤): د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې ډېر ژر به د هرات هوايي ډګر د پراختيا چارې پيل کړي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير محمدالله بتاش دغه موضوع نن په هرات ښار کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې څرګنده کړه.
هغه وويل: " موږ د هوايي ډګر د پراختيا پروګرام د دغه ولايت د والي خدمت ته وړاندې کړ. موږ د دغه ډګر د پراختيا لپاره له ٣٢ مليون ډالرو ډېر (٢٩ مليون او ٣٠٠ زره يورو) په واک کې لرو."
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير زياته کړه، چې د دغه ډګر د سويلي برخې په پراخولو سره به ډېر ژر له دغې لارې نړيوال سفرونه له سره پيل شي.
بتاش په دې اړه له ډېرو جزياتو وړاندې کولو پرته د يادې لويې پروژې نېټې د پيل او پاى په اړه وويل، چې د يادې پروژې طرحه د هرات والي ته وړاندې شوې ده.
د هرات والي محمداصف رحيمي هم له يادې طرحې د هرکلي ترڅنګ وويل، چې د دغه ولايت د هوايي ډګر د پراختيا لپاره اعلان شوي لګښتونه د ايټاليا هېواد له لوري ورکول کېږي.
د هرات هوايي ډګر امر سخي داد رسولي پژواک ته وويل چې اوسمهال دغه ډګر نړيوالو الوتنو ته چمتو دى، خو د مسافرينو نشتون د دې لامل شوى چې نړيوالې الوتنې ودرول شي.
هغه وويل: " موږ پخوا هند او پاکستان هېوادونو ته الوتنې درلودې، صافي الوتکو الوتنې درلودې، خو دغه شرکت اعلان کړى چې د شپږو مياشتو په موده کې يې د مسافرينو د نشتون له امله سل مليون افغانۍ زيان ليدلى دى."
د رسولي په وينا، د ډګر په پراخولو او د نوي ټرمينل په رامنځته کولو سره د مسافرينو ځاى پر ځاى کولو او الوتنو لپاره ډېرې اسانتياوې رامنځته کېږي.
دغه ډګر په ١٣٩٠ لمريز کال کې د امريکا او ايټاليا هېوادونو په شا وخوا دوه مليون ډالرو مرسته؛ له بيا رغونې وروسته ګټې اخيستو ته وړاندې شو، خو سيمه ييزو چارواکو بيا د دې خبرې په څرګندولو سره چې دغه کارونه بسنه نه کوي، ويلي چې ايټاليا هېواد چمتو ده چې د يوې اوږدمهال پور په ورکولو سره ياد ډګر په نړيوالو معيارونو سره پراخه او تجهيز کړي، خو په کابل کې د دولت يو شمېر چارواکي په دې اړه ناغېړي کوي.
د هرات هوايي ډګر چې د ګذرې په ولسوالۍ کې پروت دى، په ١٣٣٦ لمريز کال کې د امريکا په مرسته رغول شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن