ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولايتي شوراګانو استازي: د شمال او شمال ختيځ امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى

د ولايتي شوراګانو استازي: د شمال او شمال ختيځ امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى

author avatar
4 Aug 2015 - 20:02
د ولايتي شوراګانو استازي: د شمال او شمال ختيځ امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى
author avatar
4 Aug 2015 - 20:02

فيض اباد (پژواک ١٣ زمرى ٩٤): د شمال او شمال ختيځو ولايتونو د ولايتي شوراګانو استازو د يوې غونډې په ترڅ کې د يادو دواړو حوزو د امنيتي وضعيت په اړه د ګواښ تر څنګ له حکومت څخه د دې ستونزې د هواري کلکه غوښتنه وکړه.

دا غونډه چې د افغانستان د ولايتي شوراګانو د انسجام عمومي رياست، د ملګرو ملتونو د پرمختګ او پراختيا پروګرام (UNDP) او د المان د نړيوالو همکاريو د وړتيا لوړولو برخې د ادارې (RCD) په همکارۍ د بدخشان د ولايتي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، د بلخ، بدخشان، سمنګان، بغلان، کندوز او تخار ولايتونو د ولايتي شوراګانو غړو په کې ګډون کړى و.

د بدخشان ولايتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري، د دې غونډې د ګډونوالو اعلاميه ولوستله، چې په کې د هېواد شمال د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده شوې وه.

يادو استازو له دې وضعيت سره د حکومت د مقابلې په اړه د پوښتنې تر څنګ وويل، چې بايد د هېواد شمال او شمال ختيځ ولايتونو وضعيت ته کلکه پاملرنه وشي.

په دې اعلاميه کې راغلي: "د امنيتي ځواکونو کمښت او په ځينو حکومتي بنسټونو کې د کم تجربې خلکو ګومارل، د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې د ناامنيو زياتېدو لاملونه دي."

د شمال او شمال ختيځو ولايتي شوراګانو د استازو په وينا، په دواړو حوزو کې يواځې يوه قول اردو (بلخ ولايت) کې ځاى پرځاى دى او اړتيا ده، څو په کندوز کې هم يوه قول اردو جوړه شي، څو شمال ختيځ ولايتونه تر پوښښ لاندې راولي.

د دې غونډې د ګډونوالو په باور، په دې ولايتونو کې د طالبانو په وړاندې د مبارزي روحيه شته، چې له دې موضوع او موکې څخه بايد سمه استفاده وشي، څو د ناامنيو له پراختيا او د مخالفينو له حضور څخه په دې ولايتونو کې مخنيوى وشي.

د دې اعلاميې په بله برخه کې راغلي دي، چې د شمال او شمال ختيځو ولايتونو شوراګانې د ملا محمدعمر مړينه د افغانستان حکومت لپاره يوه ښه موکه بولي او له مرکزي دولت څخه غواړي، څو له دې موکې نه د هېواد د سولې او ټينګښت په برخه کې غوره ګټه واخلي.

د يادو داوړو حوزو د ولايتي شوراګانو غړو په هېواد کې د جګړې پر دوام د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور ټينګار وغانده او له طالبانو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د سولې له بهير سره يوځاى شي او د پرديو په لمسون نور هېواد ويجاړ نه کړي.

د فيض اباد په غونډه کې د ولايتي شوراګانو ګډونوالو په ورته وخت کې له افغان دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان د لاسوهنو په ځواب کې دې جدي ګامونه واخلي.

د بلخ د ولايتي شورا مشر محمدايوب خيراندېش د يادې ناستې په څنډه کې پژواک ته وويل: "چا چې د هېواد له سوېل څخه شمال ته جګړه راوړه، د سيمې له استخباراتو سره تړلي دي او پر دې سربېره د حکومت چارواکو له دغه وضعيت څخه د مخنيوي په برخه کې بې پروايي کړې ده."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.