ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار والي په ولسواليو کې د اقتصادي چارو د پيلولو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه

د کندهار والي په ولسواليو کې د اقتصادي چارو د پيلولو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه

author avatar
4 Aug 2015 - 19:35
د کندهار والي په ولسواليو کې د اقتصادي چارو د پيلولو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه
author avatar
4 Aug 2015 - 19:35

کندهار (پژواک ١٣ زمرى ٩٤): د کندهار والي وايي، په دې وروستيو کې د دې ولايت په ولسواليو کې اقتصادي او بيارغنيزې چارې درېدلي، چې د پيلولو لپاره يې د مرستندويو ادارو مرستو ته اړتيا ده.

نوموړي دغه څرګندونې په هېواد کې د سويډن له سفير پيټر سمنيبي او د IOM له مشر ريچارډ ډنزيګر سره، نن په کندهار کې د کتنې پرمهال کړې دي.

د سويډن سفير پيټر سمنيبي، چې ياد ولايت ته يې سفر کړى، وويل چې کندهار ته يې د سفر موخه د امنيتي وضعيت او د هغوى د مرستندويه فعاليتونه ارزونه ده.

هغه زياته کړه، کندهار ته يې دا دويم سفر دى او د لومړي ځل لپاره درې کاله مخکې دې ولايت ته راغلى و، چې د هغه مهال په پرتله په کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

د IOM مشر ريچارډ ډنزيګر وويل، غواړي په سوېلي حوزه او په ځانګړې توګه په کندهار کې د هغو کډوالو حالت وارزوي، چې له پاکستان او ايران څخه خپل هېواد ته بېرته را ستانه شوي دي.

ده زياته کړه، په ګډه به پر هغو لارو چارو کار وکړي، چې له مخې يې له راستنېدونکو کډوالو سره لازمې مرستې وشي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د دې ولايت د امنيتي وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، چې اوس په ټوليزه توګه په کندهار کې امنيتي وضعيت ښه شوى، ځکه خلک نور له جګړې ستړي شوي او سولې ته هيله مند دي.

هغه زياته کړه، له هغه وروسته چې په دې ولايت کې يې د والي په توګه دنده پيل کړې، د خپل کاري لومړيتوب په توګه يې هڅه کړې، چې سيمه ييزه حکومتولي پياوړې کړې او اصلاحات راولي، ځکه خلکو ته هغه مهال ښه خدمات وړاندې کېداى شي چې حکومتولي پياوړې وي.

د ده په خبره، د پر له پسې هڅو په پايله کې توانېدلى چې په کندهار کې د دولتي ادارو تر منځ همغږي رامنځته کړي، چې دې چارې ښه نتايج درلودلي دي.

نوموړي وويل، په دې وروستيو کې په ولسواليو کې اقتصادي او پرمختيايي چارې په ټپه درېدلې، چې د پيلېدو لپاره يې نړيوالو مرستو ته اړتيا ده.

د هغه په وينا، همدا اوس د کندهار د ١٧ ولسواليو له ډلې اووه ولسوالۍ د دولتي چارو د تر سره کولو لپاره ودانۍ نه لري، په کار ده مرستندويه ادارې په دې برخه کې مرسته وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.