ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ځينو بريدونو کې د يوه قوماندان په ګډون ٢٨ وسله وال وژل شوي

په ځينو بريدونو کې د يوه قوماندان په ګډون ٢٨ وسله وال وژل شوي

author avatar
5 Aug 2015 - 15:05
په ځينو بريدونو کې د يوه قوماندان په ګډون ٢٨ وسله وال وژل شوي
author avatar
5 Aug 2015 - 15:05

ښرنه- لښکرګاه (پژواک، ۱۴ زمری ۹۴): امنيتي چارواکي وايي چې  په پکتيکا او هلمند ولايتونو کې د حقاني شبکې د يوه قوماندان په ګډون د دولت ٢٨ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند نبې الله پيرخېل د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کې بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د حقاني شبکې مشهور قوماندان ملا سلطان او د دې ډلې پنځه نور غړي وژل شوي دي.

د برمل اوسېدونکي شېراحمد پژواک ته وويل: ((تېره شپه د برمل ولسوالۍ په ترخه سيمه کې په يوه ډله وسله والو طالبانو هوايې بريد شوى چې مړي يې نه پېژندل کېږي؛ ځکه ډېر خراب شوي دې.))

د اړوندې موضوع په اړه حقاني شبکې تر اوسه څه نه دي ويلي.

دغه راز په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو له تېرې ورځې راپه دېخوا د دغه ولايت په ځينو سيمو کې پوځي عمليات پيل کړي دي.

د سرچيني په حواله، په نوازد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي چې جسدونه يي په سيمه کې پراته دي.

د خبرپاڼې له مخې، د همدغو عملياتو په لړ کې په نادعلي ولسوالۍ کې شپږ او په مارجې کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو د يادو عملياتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو زياته کړې يې ده چې طالبانو په نوازد ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې د امنيتي ځواکونو دوه ټانګونه له منځه وړي دي.

دغه راز د طالبانو په انټرنېټي پاڼه کې راغلي چې تېره ورځ په مارجې ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د يو سپين ږيرې په ګډون درى تنه وژل شوي، شپږ نور ټپيان دي او درې تنه امنيتي ځواکونو له ځان سره بيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.