کابل، پخلمري (پژواک، ١٤ زمرى ٩٤): د ملي امنيت عمومي رياست موظفينو د بغلان لپاره د طالبانو پوځي مسوول پاکستان ته د ستنېدو پر مهال په کابل ښار کې نيولى دى.
د بغلان لپاره د طالبانو دغه نظامي مشر له خپل يوه ملګري امين الرحمن سره د کابل ښار په لومړۍ ناحيه کې د دغه رياست په ځانګړو عملياتو کې نيول شوى دى.
سرچينې زياته کړه چې محمدياسين د پاکستان له پېښور ښاره د بغلان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي محمديونس په امر دغه ولايت ته د ولسوال، امنيې قوماندان او امنيتي مسوول د ټاکلو لپاره را استول شوى و چې د خپلې خوښې کسانو له ټاکلو وروسته يې بېرته پاکستان ته د ستنېدو هوډ کړى و، خو د ملي امنيت لاس ته ورغى.
د بغلان سرپرست مرستيال عبدالقديم نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو د پوځي مسوول نيول به د دغه ولايت پر امنيت مثبت اغېز ولري.
هغه زياته کړه: ((موږ د ملي امنيت د موظفينو دغه اقدام ستايو او اړينه ده چې بغلان ته د پاکستان په امر راغلي طالبان چې امنيت خرابوي، دغه ولايت ته له رسېدو وړاندې ونيول شي او پلانونه يې شنډ شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن