ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: هيله ده طالبان د سولې د خبرو لړۍ پيل کړي

ملګري ملتونه: هيله ده طالبان د سولې د خبرو لړۍ پيل کړي

author avatar
5 Aug 2015 - 18:22
ملګري ملتونه: هيله ده طالبان د سولې د خبرو لړۍ پيل کړي
author avatar
5 Aug 2015 - 18:22

کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٤): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى وايي چې د طالبانو د مشر د مړينې لامل تر اوسه پورې روښانه نه دى، خو هيله شته چې کم تر کمه د سولې د خبرو اترو لړۍ لپاره دروازه پرانيستل شي.

نيکولاس هيسم چې نن په خبري ناسته کې خبرې کولې، له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په اړه وويل، دا د ملګرو ملتونو دنده نه ده چې د افغانستان په استازيتوب د سولې خبرو اترو لړۍ پر مخ بوځي او يا د اوربند غوښتنه وکړي.

خو هغه زياته کړه: "زموږ دنده دا ده چې ښکېل لوري وهڅوو، څو د خبرو اترو مېز ته راشي او موږ همېشه د سولې له لړۍ ملاتړ کړى او ورته دوام ورکوو."

هيسم د سولې د لړۍ په تړاو د طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر د مړينې د پايلو په اړه وويل، دا چې د ملا عمر مړينه به څه پايلې لري، تر اوسه روښانه نه ده، خو دا هيله مندي شته چې کم تر که د مناسبې سولې د خبرو اترو لپاره دروازه پرانيستل شي، که څه هم په لنډه موده کې ياده لړۍ پيل نه شي.

د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې لومړى پړاو مستقيمې خبرې تېره مياشت د پاکستان په کوربه توب او د امريکا او چين تر څار لاندې په اسلام اباد کې تر سره شوې او ټاکل شوې وه چې د خبرو اترو دويم پړاو د زمري مياشتې په ٨ مه نېټه په چين او يا هم پاکستان کې ترسره شي، چې د اوربند موضوع هم په کې شامله وه، خو دغه خبرې اترې د ملا عمر د مړينې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته وځنډول شوې.

له دوو کلونو وروسته تېره اوونۍ د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې خبر خپور شو او اوسمهال د هغه پر ځاى ملا اختر منصور د طالبانو د مشر په توګه ټاکل شوى، خو طالبان يې بيا په خپل منځ کې د ټاکنې په اړه سره اختلاف لري.

هيسم ټينګار وکړ، که چېرې سوله شتون ولري نو د ملکيانو مرګ ژوبلې شاهدان به نه يو او يوناما به هڅه کوي چې د سولې له داسې لړۍ ملاتړ وکړي چې اصولي وي، څو افغانان په کې د سولې په فضا کې ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان يو تازه راپور څرګندوي چې د ٢٠١٥ زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٦٠٠ ملکيانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ٣٣٠٠ نور ټپيان شوي دي، چې د مرګ ژوبلې کچه د تېر کال د ورته مودې په پرتله پکې يو سلنه لوړه شوې ده.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وويل: "موږ هڅه کړې چې په ټولو برخو کې له ښکېلو لورو سره په اړيکه کې و اوسو او زموږ يوه اندېښنه چې همېشه له طالبانو سره په اړيکه کې يو او په دې اړه مو ډېرې خبرې کړې، دا ده چې ايا زموږ د خبرو او وړانديزونو پايله هغو طالبانو ته چې په جګړه کې دي، رسېږي او که نه! او موږ هڅه کوو چې ښکېل لوري د جګړې اصول ومني."

هغه زياته کړه: " کله چې له دوى سره خبرې پيلوو، له دې پرته چې حقيقتونه پټ کړو او له پېښو سترګې پټې کړو، بې له ځنډه طالبانو ته خپل نظر څرګندوو او کوم څه نه پټوو او هغوى هم د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه له موږ سره پر جزئياتو خبرې کوي."

هيسم وويل چې په دغو خبرو کې بيا-بيا ټينګار شوى چې کومې پېښې چې رامنځته کېږي او له کومو تکتيکونو چې طالبان ګټه اخلي؛ بايد بدلون په کې رامنځته کړي او له ملکيانو چې دوى کوم تعريف لري، ټينګار شوى چې بايد دغه تعريف له نړيوالو بشردوستانه قوانينو سره په مطابقت کې وي.

دغه راز ورته خبرې له ټولو اړخونو او جزئياتو سره له افغان او نړيوالو پوځيانو سره هم ترسره کېږي، څو هغوى هم د نړيوال بشردوستانه قانون د حکمونو په رڼا کې خپل مکلفيتونه وپېژني.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.