ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې يوه رياست او ښوونځي ته ودانۍ جوړې شوې

هلمند کې يوه رياست او ښوونځي ته ودانۍ جوړې شوې

author avatar
5 Aug 2015 - 14:40
هلمند کې يوه رياست او ښوونځي ته ودانۍ جوړې شوې
author avatar
5 Aug 2015 - 14:40

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ زمری ۹۴): په هلمند ولايت کې د کانو او پټروليم رياست او د يوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د هلمند والي ميرزا خان رحيمي د کانو او پټروليم رياست ودانۍ د پرانيستې په غونډه کې وويل چې دغه ودانۍ ١٤ خونې لري او د يوولس ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.

د رحيمي په وينا چې له دې ودانۍ سره به د ياد رياست په چارو کې ښه والى راشي.

په هلمند کې د کانونو او پټروليم رياست مشر حبیب الله حقپرست وویل چې تر دې وړاندې دغه رياست ودانۍ نه لرله او چارې يي هم له خنډ او ځنډ سره مخ وې.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ پر يو جريب ځمکه جوړه شوې چې څوارلس اداري خونې، دوه مېلمستونونه او د موټرو تم ځاى هم لري.

دغه راز د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې د يو ښوونځي ودانۍ هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د هلمند د پوهنې رياست مشر عبدالمتين جعفر د اړوند موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې ياده ودانۍ شپاړس ټولګي او اداري خونې لري چې د ١٤ ميليونه افغانيو په لګښت په اساسي ډول جوړه شوې ده.

د هغه په وينا، د دغه ښوونځي د رغونې چارې د يو کال په موده بشپړې شوې او مالي لګښت يي د انګلستان هېواد ورکړى دى.

هغه وويل چې د هلمند ولايت په کچه د ١٧ نورو ښوونځيو د ودانيو د رغونې چارې روانې دي او د ١٣ نورو د جوړېدو لپاره يې هم پروژې منظورې شوې دي.

دغه راز د هلمند والي ميرزاخان رحيمي په ياده غونډه کې وويل چې په نادعلي ولسوالۍ او د دغه ولايت په نورو سيمو کې به د پوهنې پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره اړيني هلې ځلې وکړي.

هغه په ياده غونډه کې له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې د پوهنې پر وړاندې د شته ستونزو د حل په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي او خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.

د نادعلي ولسوالۍ د معارف عمومي مدیر جمال الدین پژواک ته وويل چې دغه ولسوالي ٣١ ښوونځي لري چې ټول فعال دي او څه باندې شپاړلس زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي چې څلور زره يې نجونې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.