ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو شپږو مياشتو کې پنځه زره عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تېرو شپږو مياشتو کې پنځه زره عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Aug 2015 - 10:20
په تېرو شپږو مياشتو کې پنځه زره عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Aug 2015 - 10:20

کابل ( پژواک، ١٤ زمرى ٩٤ ) : ملګري ملتونه وايي چې په روان کال کې هم په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه وه او په تېرو شپږو مياشتو کې نږدې پنځه زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه څرګندونې په هغه راپور کې شوي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) مشر نيکولاس هيسم او ددغې ادارې د بشري حقونو د څانګې مسوولې ډانيال بېل د زمري په ١٤مه، په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

( په وسله والو شخړو کې د ملکي وګړو خوندي ساتل ) د يوناما له خوا په خپور شوي دغه راپور کې راغلي چې د ٢٠١٥ زېـږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې بيا هم ملکي وګړي ډېر زيانمن شوي دي.

په دغه راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ترڅنګ، د ( نر او ښځو) عمر ، د پېښو څرنګوالي، د پېښو د سيمو، د پېښو د عاملينو او په دې راپور  کې د خلکو نظرونه هم اخيستل شوي، چې په تاوتريخوالي او يا هم وسله والو شخړو کې زيانمن شوي دي.

د يوناما په دې راپور کې راغلي چې د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې هم د ملکي وګړو  مرګ ژوبله د تېر کال په څېر لوړه وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې په تېرو شپږو مياشتو کې د تېر کال په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه يواځې يوه سلنه زياتوالى راغلى ، په دې موده کې ٤٩٢١ تنوتنه مرګ ژوبله اوښتې، چې ١٥٩٢ تنه يې وژل شوي او ٣٣٢٩ تنه نور يې ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په همدې موده کې ٤٨٩٤ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې ١٦٨٦ تنه وژل شوي او ٣٢٠٨ تنه ټپيان شوي وو.

د يوناما په دې راپور کې راغلي چې د  تېرو شپږو مياشتو په شخړو کې ښځو او ماشومانو ته ډېره  مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپور موندنې ښيې چې په دې موده کې د ښځو په مرګ ژوبله کې ٢٣ سلنه او د ماشومانو په مرګ ژوبله کې د تېر کال په پرتله ١٣ سلنه زياتوالى راغلى دى.

د راپور د معلوماتو له مخې، په تېره شپږو مياشتو کې  ٥٥٩ ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له دې څخه يې ١٦٤تنه وژل شوې او ٣٩٥ تنه نور يې ټپيانې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.