ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوم شرکت چې بل ته پروژې ورکړي، قانوني چلند به ورسره وشي

کوم شرکت چې بل ته پروژې ورکړي، قانوني چلند به ورسره وشي

author avatar
5 Aug 2015 - 17:32
کوم شرکت چې بل ته پروژې ورکړي، قانوني چلند به ورسره وشي
author avatar
5 Aug 2015 - 17:32

کابل- پلمخري (پژواک، ١٤ زمري ٩٤): د ټولګټو وزارت شپږ نښلوونکې پروژې د شاوخوا ٢٣٠ ميليونو افغانيو په ارزښت په بغلان او خوست ولايتونو کې په داسې حال کې پلې کوي چې د پلونو د نه شتون له کبله ځيني خلک له سيندونو د خرو په واسطه تېرېږي.

د دغو شپږو کانکريټي پلونو تړون چې بوديجه يې د حکومت له لوري ورکول کېږي، نن د ټولګټو وزير او خصوصي شرکتونو مسوولينو تر منځ په کابل کې لاسليک شو.

د ټولګټو وزير محمود بليغ وويل چې په بغلان کې پنځه کانکرېټي پلونه د څه باندې ١٣٥ ميليونو افغانيو په لګښت له څلورو تر اتو مياشتو موده کې جوړېږي.

هغه زياته کړه چې دا پلونه د " بازارتکاب"، ياهور، عبادالله، " يرم او "ياخا" په نومونو يادېږي چې له ٢٠ تر ١٢٠ مترونو پورې اوږدوالى لري.

همداراز په خوست ولايت کې د "متون پول" چې ١٢٠ متره اوږدوالى لري، د څه باندې ٩٥ ميليونو افغانيو په لګښت به د يوه کال په ترڅ کې جوړ شي.

د ټولګټو وزير د پلونو پر کيفيت د ټينګار تر څنګ وويل: "موږ به هېڅ شرکت ته اجازه ور نه کړو، څو پروژې بل شرکت ته د تړون له مخې وسپاري، له دې پرته به له متخلفينو سره قانوني چلند وشي."

هغه قراردادي شرکتونو ته ګواښ وکړ چې د پروژې کار دې پر ټاکلي وخت بشپړ کړي، کنه د پروژې د پاتې کار تړون به له يادو شرکتونو سره فسخ کړي.

د يوه قراردادي شرکت مسوول انجينر عبدالصمد نيازي وويل: "زه د وزير خبرې تاييدوم او هڅه کوو څو د پروژو کار له ټاکلې مودې وړاندې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارو."

د ټولګټو وزير زياته کړه چې د دې پلونو په جوړېدو سره به د زرګونو کورنيو لپاره ترانسپورتي اسانتياوې رامنځ ته شي.

د خوست ولايت يوه مخور محبوب الله وويل، چې "يرم" پول د خوست او فرنګ ولسوالۍ تر منځ پروت دى چې ويجاړ شوى او خلک د خرو په وسيله له سيند څخه تېرېږي.

دغه قومي مخور پژواک خبري اژانس ته وويل: "له سيند څخه تېرېدل خطر لري، ماشومان او اميدوارې ښځې له دغه پله څخه په ډار تېرېږي چې تر اوسه څو ماشومان د اوبو زياتېدو له امله ډوب شوي هم دي."

د بغلان د مرکز اوسېدونکي او قومي مخور حاجي سنګي هم وويل چې خلک د پله د نه شتون له کبله له ډېرو ستونزو سره مخ دي چې دوى خپل ناروغان او کرنيز محصولات پر ټاکلي وخت روغتون او مارکېټ ته لېږدولى نه شي او ان چې اميدوارې ميندې په لاره کې مړې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.