ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ډله ييز بريدونه د ٥ بريدکوونکو او ٣ امنيتي سرتېرو په وژلو پاى ته ورسېدل

د کندهار ډله ييز بريدونه د ٥ بريدکوونکو او ٣ امنيتي سرتېرو په وژلو پاى ته ورسېدل

author avatar
6 Aug 2015 - 16:10
د کندهار ډله ييز بريدونه د ٥ بريدکوونکو او ٣ امنيتي سرتېرو په وژلو پاى ته ورسېدل
author avatar
6 Aug 2015 - 16:10

کندهار (پژواک ١٥ زمرى ٩٤): د کندهار ښار په دوو ډله ييزو بريدونو کې ٥ وسله وال بريد کوونکي، دوه پوليس، يو د ملي امنيت کارکوونکى وژل شوي او يو پوليس او يو د ملي امنيت کارکوونکى ټپيان شوي دي.

دواړه بريدونه پر يوه وخت د کندهار ښار پر څلورمې امنيتي حوزې او د همدې حوزې پر اووم ماموريت پيل شول، چې څو ساعته يې دوام وکړ.

د کندهار د امنيت امر جنرال رحمت الله اطرافي د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته معلومات ورکړل او ويې ويل، نن ماسپښين د ٣:٣٠ بجو په شاوخوا کې درېيو وسله والو بريدکوونکو، چې په وسلو او لاسي بمونو سمبال وو، د کندهار ښار پر څلورمې امنيتي حوزې او دوو نورو د همدې حوزې پر اووم ماموريت بريد پيل کړ.

دى وايي، درې وسله وال بريد کوونکي په يوه زرنج کې، چې د څارويو لپاره په کې واښه بار وو او تر لاندې يې وسلې ځاى پر ځاى کړې وې، راغلي وو.

د نوموړي په وينا، بريد کوونکو لومړى د لاسي بمونو بريدونه پيل کړل او غوښتل يې حوزې ته دننه لاړ شي، خو پوليسو يې پر وړاندې مقاومت وکړ او تر لنډې مودې جګړې وروسته يې درې واړه ووژل.

اطرافي دغه راز وويل چې د څلورمې امنيتي حوزې پر اووم ماموريت دوو وسله والو بريد وکړ، لومړى يې په دروازه کې پر پيره ولاړ پوليس وواژه او وروسته يې غوښتل ودانۍ ته دننه شي، چې پوليسو ورباندې ډزې وکړې او دواړه يې ووژل.

هغه زياته کړه، په يادو شوو دواړو بريدونو کې د ٥ وسله والو بريد کوونکو تر څنګ دوه پوليس او يو د ملي امنيت کارکوونکى وژل شوي او يو پوليس او يو د ملي امنيت کارمند ټپيان شوي دي، خو ملکي وګړو ته په کې هېڅ زيان نه دى اوښتى.

نوموړي دا هم وويل چې له بريد کوونکو څخه ګڼ شمېر وسلې، مرمۍ او لاسي بمونه تر لاسه شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالواسع، پژواک اژانس ته وويل چې غرمه په خپلو کور کې و، چې ناڅاپه ډزې پيل شوې او تر ډېره نه پوهېدل چې جګړه چېرې روانه ده، ځکه په دوو جلا جلا ساحو کې ډزې روانې وې.

دى وايي، د څلورمې امنيتي حوزې پر اووم ماموريت پيل شوى بريد په څو دقيقو کې  پاى ته ورسېد، خو پر څلورمې امنيتي حوزې پيل شوى بريد شاوخوا يونيم ساعت دوام وکړ.

دى هم زياتوي، په دې ساحه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادو شوو دواړو بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى؛ د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد د ټېليفون پر کرښه پژواک اژانس ته وويل چې په دغو بريدونو کې يې پوليسو ته درانه تلفات اړولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.