ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونو د “ښاري سولې” لومړۍ پروژه په باميانو کې پيل کړه

ملګري ملتونو د “ښاري سولې” لومړۍ پروژه په باميانو کې پيل کړه

author avatar
6 Aug 2015 - 13:34
ملګري ملتونو د “ښاري سولې” لومړۍ پروژه په باميانو کې پيل کړه
author avatar
6 Aug 2015 - 13:34

باميان (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): د ملګرو ملتونو د اسکان مرکز "هبيتات" د "ښاري سولې" لومړۍ پروژه چې د شوراګانو د ظرفيت جوړونه او پراختيايي پلان ترتيبول او د پروژو پلي کول په کې شامل دي، په باميان ولايت کې عملي کېږي.

د دې پروژې تړون د باميانو د والي او هبيتات دفتر د مشر تر منځ لاسليک شو.

د ښاري سولې پروژه درې کلنه ده او د باميانو په مرکز کې د پنځو شوراګانو په کچه پلې کېږي.

د باميانو والي محمدطاهر زُهير وايي چې باميان يو امن ولايت دى او په همدې سبب دا پروژه د لومړي ځل لپاره په کې عملي کېږي.

هغه زياته کړه چې سوله يواځې د دوو دښمنو ډلو او دوو مورچلو تر منځ د ستونزې حل ته نه وايي، بلکې د ټولنيزو شخړو د حل لپاره هم ترې کار اخيستل کېږي.

زُهير وويل: ((که چېرې د ښاري سولې پروژې مديريت په ښه ډول ترسره شي، کولى شي چې په ټولنه کې د ټولنيز ژوند د پياوړتيا او شخړو د حل سبب شي، موږ د دغه پروګرام هرکلى کوو.))

د باميانو ښاروال خادم حسين فطرت وايي چې دا پروژه څه باندې ٤٠٠ زره ډالر لګښت لري چې د ولايت، ښاروالۍ او هبيتات دفتر له خوا د پراختيايي شوراګانو لپاره لګول کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د شوراګانو تر منځ له شوې رايې اچونې سره سم له دغه پروګرام نه پنځه شوراګانې د ظرفيت جوړولو، د شوراګانو د پراختيايي پلانونو ترتيب او پروژو د عملي کولو لپاره خپله د خلکو له خوا ټاکل کېږي او ترې ګټه اخلي.

په باميانو کې د هبيتات دفتر مشر سيد مبارز حسيني وايي چې د ((ښاري سوله) پروژه په اتو ولايتونو کې ترسره کېږي چې لومړى کار يې دا دى په باميانو کې پيل شوى دى.

د سرچينې په خبره، اوسمهال دا پروژه په مرکز کې پلې کېږي، په دې شورا کې د شوراګانو د ظرفيت جوړونې له کار وروسته خپله شوراګانې پراختيايي پروژې په ګوته کوي او پيسې يې د هبيتات له خوا ورکول کېږي، څو د شورا سيسټم بنسټيز شي او د سيمې په ټولو موضوعاتو کې ونډه واخلي.

د باميانو د مرکز د زرګران سيمې د پراختيايي شورا مشر محمديوسف دا پروژه د ظرفيتونو لوړولواو پراختيايي کارونو لپاره ښه وبلله او وويل، زه باور لرم چې شوراګانې د ټولګټو پروژو لپاره ځانګړې شوې پيسې په داسې ځايونو کې لګوي چې ډېره ګټه ترې واخيستل شي.

هغه زياته کړه، د کلي پراختيايي شورا پوهېږي چې ستونزې يې څه دي، د اوبو رسولو يا برېښنا او يا هم کومې بلې برخې شته ستونزې حل کوي او د ټولو ځايي خلکو په مرسته پروژه انتخابوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.