ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د شاه شهيد چاودنې خلکو ته ميليونونه افغانۍ مالي زيان اړولى

د کابل د شاه شهيد چاودنې خلکو ته ميليونونه افغانۍ مالي زيان اړولى

author avatar
7 Aug 2015 - 12:46
د کابل د شاه شهيد چاودنې خلکو ته ميليونونه افغانۍ مالي زيان اړولى
author avatar
7 Aug 2015 - 12:46

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۹۴): د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند د شاه شهيد په سيمه کې د موټربم ځانمرګي بريد له امله خلکو ته په ميليونونو افغانۍ مالي زيان اوښتى دى.

دغه بريد تېره شپه ناوخته شاوخوا يوه بجه په ياده سيمه کې د ملي دفاع وزارت د کشف رياست ته نږدې شوى، چې د کابل ښار تر ډېرو لرو سيمو پورې يې غږ اورېدل شوى دى.

چاودنه دومره زوروره وه چې د کابل ښار په نورو سيمو (تايمني، نوي ښار، وزير اکبرخان، مکروريانو، احمدشاه بابا مېنې، دارالامان، چهل ستون او نورو) کې يې هم غږ اورېدل شوی او تر څو کيلومتره لرې ساحو کې يې د خلکو د کورونو ښيښې ماتې کړې دي.

د کابل ښار د روغتونونو مشر عبدالکبير اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يادې پېښې د کابل ښار بېلابېلو روغتونونو ته اته مړي او نږدې ٤٠٠ ټپيان ور وړل شوي دي.

په سيمه کې هم په سلګونو هټيو او کورونو ته زيان اوښتی، کړکۍ، دروازې او ښېښې يې ماتې شوې دي او پېښې ته نږدې درې پوړيزې درې ودانۍ او څلور کورونه په بشپړ ډول نړېدلي دي.

په دې سيمه کې د مدينه مارکېټ د موټرو د پرزو يوه هټيوال نجيب الله چې هټۍ يې د پېښې په شاوخوا ۵۰ مترۍ کې موقعيت لري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هټۍ کې يې د کابو يونيم ميليون افغانيو مبلايل او پروزې له منځه تللې دي.

هغه چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې، زياته کړه: "در په دره شو، د پنځلس لکه افغانيو مال مې ټول له منځه لاړ، يواځې تېره ورځ مې د ۵۰زره افغانيو نوي مبلايل راوړي، چې ټول له منځه تللي دي."

د کامران مارکېټ د کاشيو او ودانيزو توکو د هټيو مخې ته د ښاروالۍ کسانو ماتې شوې ښيښې او کاشي خپل موټر ته پورته کولې؛ د همدغه مارکېټ يو هټيوال عتيق الله پژواک ته وويل چې په دوکان او ګودام کې شته ټولې کاشيانې يې ماتې شوې او له منځه تللې دي.

دى وايي: "وروره! حاجت ويلو ته نشته، ته په خپله يې ورګوره، هر څه له منځه تللي، کله چې دوکان ته راغلم، روغ محشر په کې جوړ و، هر څه له منځه تللي وو؛ سمدلاسه ګودام ته ورغلم، هلته هم کارتونونه رالوېدلي او ټولې کاشيانې په کې ماتې شوې دي."

هغه زياته کړه چې د کابو دوو ميليونو افغانيو مال يې له منځه تللى دى.

د شاه شهيد د درېيم سړک اوسېدونکي ۲۵ کلن صفي الله، چې په دې پېښه کې ټپي شوى او سر، ملا او پر سينه يې پټۍ لګول شوې، پژواک اژانس ته وويل: "د شپې يوه بجه وه، يو خطرناک درز شو، د ماشومانو او ښځو چيغې راپورته شوې، کله مو چې يو او بل ته کتل، نو ټول ښيښو ټپيان کړي وو."

نوموړى چې رنګ يې الوتی و، وايي، دوی او درې نور ترونه يې چې ۲۲ تنه کېږي، په يوه کور کې اوسېږي، ټول ښيښو ټپيان کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.