ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياف: طالبان دې له اوسني فرصت څخه په استفادې له نظام سره يوځاى شي

سياف: طالبان دې له اوسني فرصت څخه په استفادې له نظام سره يوځاى شي

author avatar
7 Aug 2015 - 16:50
سياف: طالبان دې له اوسني فرصت څخه په استفادې له نظام سره يوځاى شي
author avatar
7 Aug 2015 - 16:50

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٤): د اسلامي دعوت ګوند مشر وايي، طالبان دې له اوسني فرصت څخه ګټه واخلي او له نظام سره دې يو ځاى شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وکړې.

ده وويل: "زه پر هغوى (طالبانو) غږ کوم او وايم چې همدا يو مناسب فرصت او زرين چانس دى، د تاسو لپاره او ورته مهال د دې ډلې تر منځ درزونه هم رامنځ ته شوي دي، د دې پر ځاى چې دغې لارې ته دوام ورکړئ او بېځايه پافشاري وکړئ، راشئ له خپل ولس سره کېنئ، د خپل هېواد د راتلونکي په اړه يو ځاى فکر وکړئ، يو ځاى تصميم ونيسئ او دغه ځورېدلى ملت له دغه ناوړه حالته را وباسئ."

دغه جهادي مشر د ملا عمر په مشرۍ امارت غير شرعي وباله او ويې ويل، هغه امارت چې له هغه وروسته هم رامنځ ته شي، هېڅ شرعي او اسلامي بنسټ نه لري.

هغه وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وويل: "نوى امارت مه جوړوئ، په کږه لار مه ځئ او مه هم نوى اميرالمومنين ځانونو ته ټاکئ."

ده له طالبانو وغوښتل چې رادې شي، ګوند دې جوړ کړي او د ټاکنو له لارې دې د هېواد په سياست کې برخه واخلي.

نوموړي دغه راز پر هغو کسانو هم انتقاد وکړ چې د ملا عمر د مړينې په خاطر يې د وير مراسم جوړ کړي وو.

سياف په دې ناسته کې د ملي يووالي د حکومت له مشرانو هم وغوښتل چې د چوکيو او پوستونو له وېشلو دې تېر شي او د نظام د اصلاح، ټينګښت، سمون او د فساد د له منځه وړو لپاره دې لاس په کار شي.

دى وايي: "پر حکومت هم غږ کوم، د خداى په خاطر بس دى، تر څو به د پوستونو پر وېشلو مصروف وئ، تر څو به د معينيتونو او رياستونو په تقسيم مصروفه وئ، بس دى، نور دغه وېش بس کړئ، د ترميم په لور لاړ شئ، د کارونو د تنظيم په لور لاړ شئ، ملت جوړ کړئ، د نا امنيو او د فساد د مخنيوي په اړه تمرکز وکړئ، سنګر غښتلى کړئ."

د نوموړي په وينا، د اوسني نظام د کمزوري کېدو پلوى نه دى، خو اندېښنه لري چې د نظام چارواکي په خپله ځانونه په ګونډو نه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.