ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د ناصرخسرو بلخي د زيات پنځه ابدې ماتې شوې دي

بدخشان کې د ناصرخسرو بلخي د زيات پنځه ابدې ماتې شوې دي

author avatar
8 Aug 2015 - 16:16
بدخشان کې د ناصرخسرو بلخي د زيات پنځه ابدې ماتې شوې دي
author avatar
8 Aug 2015 - 16:16

 فيض اباد(پژواک، ١٧ زمرى ٩٤): ځايي چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په بدخشان ولايت کې د حکيم ناصر خسرو د مزار پنځه تاريخي ابدې ماتې کړې او سوځولې دي.

په بدخشان کې د کريم اغا خان د پراختيايي شبکې د پروګرامونو تنظيم کوونکي فضل الکريم احمدي وويل، کله چې وسله والو طالبانو په غبرګولي مياشت کې يمګان ولسوالي ونيوله، نو دې مزار ته يې هم زيان ورساوه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د مزار بهرنۍ دروازه چې څه باندې يوه نيمه پېړۍ لرغونتيا لري، ماته کړې او بيايې د زيارت په مخکې سوځېدلې ده.

 ددې ترڅنګ المونيم لوحه چې په کې ددې ابدې ودانيز پلان  ليکل شوى او د زيارت په مخکې لګېدلې، د مرمۍ په ډزو ماته شوې چې اوس يې کومه نښه نښانه نه ليدل کېږي.

احمدي زياته کړه چې هغوى  زيارت  ته نږدې د ساتونکو د خونې دروازه  هم ماته کړې .

د هغه په خبره، طالبانو د زيارت قفل هم مات کړى او زيارت ته ننوتلي، خو خپله د ناصرخسرو بلخي مرقد ته چې قراني ايتونه پرې ليکل شوي، زيان نه دى رسولى.

د دري ژبې او ادب دا مشور شاعر، ليکوال او فکري نابغه په ١٩٤ لېږديز سپوږميز کال کې په بلخ ولايت کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

دې عالم دعربي هېوادونو په ګډون اووه کاله په سفرونو تېر کړل او بالاخره يې د ژوند د ستونزو په سبب د بدخشان يمګان ولسوالي د استوګنې لپاره غوره کړه او خپل پاتې عمر يې هلته تېر کړ.

دې حکيم په بدخشان کې د استوګنې پرمهال څېړنې، تصنيف او تاليف ته مخه کړه او په ٤٨١ لمريز سپوږميز کال کې ومړ او هملته خښ کړل شو.

 طالبانو د يمګان ولسوالي شاوخوا يوه مياشت وړاندې ونيوه چې وروسته د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې بېرته دولت ونيوله.

د بلخي د زيارت يوه متولي سيدبرهان وويل، کله چې طالبانو پر زيات بريد وکړ، متوليانو ورسره د مقابلې توان نه درلود او دوى تاريخي ابدې په ډېرې بې رحمۍ سره ماتې کړې او اور يې ورته کړ.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.