ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ظاهر قدير: د افغانستان د سولې ريموټ د سيمې د استخباراتو په لاس کې دى

ظاهر قدير: د افغانستان د سولې ريموټ د سيمې د استخباراتو په لاس کې دى

author avatar
8 Aug 2015 - 21:11
ظاهر قدير: د افغانستان د سولې ريموټ د سيمې د استخباراتو په لاس کې دى
author avatar
8 Aug 2015 - 21:11

کابل (پژواک ١٧ زمرى ٩٤): د ولسي جرګې لومړۍ مرستيال وايي، کابل کې وروستۍ چاودنې د دې ښکارندويي کوي، چې د افغانستان د سولې ريموټ د سيمې د استخباراتو په لاس کې دى او د روانې جګړې مشري د طالبانو په لاس کې نه ده.

راپورونه وايي، د جمعې په شپه د اتمې امنيتي حوزې په اړونده د شاه شهيد په سيمه کې د زورورې چاودنې له امله ١٥ تنه وژل شوي او له ٤٠٠ ډېر نور ټپيان دي.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت ويلي، په دوو نورو بريدونو کې چې د کابل د پوليسو اکاډمۍ مخې او د ايتلاف ځواکونو پر يوه مرکز تر سره شوي، پنځوسو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير چې نن يې د يادو پېښو د قربانيانو لپاره د ملي شورا په ودانۍ کې د وينو د راټولولو د کمپاين پر مهال خبرې کولې، وويل چې د طالبانو د مشرتابه په کچه بدلون به کوم مثبت اغېز ونه لري.

نوموړي يادو بريدونو ته په اشارې سره وويل: "اوس موږ په دې پوه شو، چې د افغانستان د سولې ريموټ د بل چا په لاس کې دى او دوى دغه لوبه تعقيبوي...د جګړې مشري د ملا په لاس کې نه وه او اوس د ملا منصور په لاس کې هم نه ده."

هغه وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وويل: "له خداى او رسول وډار شئ، د مسلمانانو وينو له تويولو لاس واخلئ او د پرديو د غلامۍ او د هغوى د مزدورانو کړۍ له خپله ځانه لرې کړئ."

هغه طالبانو او داعش ته په خطاب کې وويل: "کوم کتاب مو ويلى چې د هغو ماشومانو، ښځو او سړيو چې په خوب ويده دي، ژوند اخلئ؟ ايا تاسو ته د بې ګناه کسانو د وژنې جواز کوم کتاب او حديث درکړى؟ که چېرې کوم عالم او مفتي لري، نو حاضر يې کړئ چې خلکو ته ځواب ووايي."

هغه د جزئياتو له وړاندې کولو پرته په هېواد کې د وروستيو بريدونو د سازمانولو اصلي عاملين د سيمې استخبارات وبلل او ويې ويل، د دولت مخالفين چې له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ کېدو وړتيا نه لري، غواړي په دا ډول بريدونو سره د عامه خلکو ذهنونه مغشوش کړي.

د هغه په وينا، افغانان به هېڅکله هم خپل زغم او همت له لاسه ورنه کړي او که چېرې اړتيا شوه، نو د خپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ به ودرېږي.

هغه وويل، د امنيتي ځواکونو تر منځ د اړينې همغږۍ نه شتون، د مديريت کمزوري او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د غوره ستراتېژۍ نه شتون د وروستيو درېيو پېښو چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په کابل کې تر سره شوې، نورو لاملونه وبلل.

نوموړي د حکومت پر مشرانو هم نيوکه وکړه او ويې ويل، د حکومت مشران بايد پر کوچنيو مسايلو له اختلافاتو تېر شي او په هېواد کې د امنيت ټينګښت او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره اړين تدابير ونيسي.

د ولسي جرګې لومړي نايب زياته کړه: "پر حکومت غږ کوو چې چمتووالى لرو او چمتو يو چې په هر ځاى کې اړتيا وي، د خپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ له خپلې خاورې دفاع چمتووالى وکړو، موږ د سياست د ډګر تر څنګ، د جګړې په ډګر کې هم له کافي تجربې برخمن يو."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.