کابل ( پژواک، ١٧ زمرى ٩٤ ) : پخوانيو ولسمشرانو د کابل وروستي بريدونه وغندل ، له حکومت او نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د افغانستان د وګړو دامنيت په خوندي کولو کې رول ولوبوي.
په تېرو دوو ورځو کې کابل د درېيو خونړيو بريدونو شاهد و، په دې بريدونو کې يې ډېرى خونړى د کابل په شاه شهيد سيمه کې و، چې له امله يې ١٥ تنه ملکي وګړي ووژل شول او تر ٤٠٠ نور ټپيان شوي .
دغه راز د کابل د پوليسو پر اکاډمۍ بريد کې تر ٥٠ پورې پوليسو او د بهرنيو ځواکونوپر يوه مرکز بريد کې ٨ تنه ملکي قرارداديان او يو بهرنى سرتېرى ووژل شول.
د افغانستان پخوانى ولسمشر او د نجات ملي جبهې ګوند مشر صبغت الله مجددي ياد بريدونه په کلکه غندلي او دا يې د اسلام او انسانيت ضد کړنه بللې ده.
د هغه ددفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي : (( له تېرو څوکلونو راهيسې دافغانستان مظلوم ولس د ټولو اسلامي او الهي لارښوونو پر خلاف د پرديو د ظلمونو ښکار دى او هره ورځ ګڼ شمېر هېوادوال په چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې وژل کېږي.))
مجددي ويلي، چې دا ډول کړنې هېڅ ډول ديني اړخ نه لري او د اسلام د ارشاداتو له مخې د بې ګناه مسلمان وژل لوى جرم او ناروا عمل دى.
پخواني ولسمشر زياته کړې چې د شاه شهيد پېښه د هېواد په وروستيو کلونو کې تر ټولو ناوړه پېښه ده او پر هر مسلمان لازمه ده، چې ددې پېښو غندنه وکړي.
حضرت صبغت الله مجددي له اسلامي نړۍ او د افغانستان له همکارو هېوادونو غوښي چې د افغانستان د وګړو د امنيت په ساتلو کې خپل رول ترسره کړي، دغه راز هغه د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې په خپل مسووليت د خلکو امنيت خوندي کړي.
بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ياد بريدونه په کلکه غندلي دي.
د نوموړي ددفتر له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سولې او پرمختګ دښمنانو دا ډول غير اسلامي او بشري ضد بريدونه ترسره کړي.
د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي پخواني وياند او په اروپا کې د سولې د کمېسيون مشر قريب الرحمن سعيد د يادې پېښې د غندلو ترڅنګ ادعا کړې چې د ارګ مسوولين ددې پېښو مسوولين دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن