ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: نړيوال بايد د سولې له پروسې جدي نظارت وکړي

مدني فعالان: نړيوال بايد د سولې له پروسې جدي نظارت وکړي

author avatar
8 Aug 2015 - 14:43
مدني فعالان: نړيوال بايد د سولې له پروسې جدي نظارت وکړي
author avatar
8 Aug 2015 - 14:43

جلال اباد(پژواک،۱۷ زمری۹۴): د ننګرهار ولايت مدني فعالان وايي چې وسله وال طالبان بايد د سولې خبرو ته غاړه کېږدي او نړيوال دې له يادې پروسې جدي نظارت وکړي.

د زمري په ۱۷مه، په ننګرهار کې د " تاوتريخوالي د له منځه وړلو او بشري حقونو موسسې" (HREVO) يو شمېر غړو او مدني فعالانو په خبري کنفرانس کې وويل، چې حکومت دې د سولې پروسې لپاره ښه کړنلاره جوړه کړي او د سولې شورا په کمېسيون کې دې اصلاحات راولي.

د يادې موسسې مسوول ډاکټر نعمت الله همدرد وويل، چې د سولې له خبرو دې مخکې د اوربند اعلان وشي او د سولې خبرې  بايد د افغانستان د لاسته راوړنو په خونديتوب ترسره شي.

همدرد وايي: ((موږ له نړيوالو غواړو، چې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي او هر هغه هېوادچې په دې برخه کې مرسته نه کوي بايد سياسي فشار پر راوړي څو خبرو ته لاره برابره کړي.))

د ياد کنفرانس بل ګډونوال شاکرالله د دغې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له سولې پرته بله لاره نه شته او ښکيلې غاړې بايد له دې لارې مخکې لاړ  شي.

دغه مدني فعال يادونه وکړه: (( موږ پوهېږو چې پاکستان د سولې د خبرو پر وړاندې خنډ دی، ځکه تاسو ته معلومه ده چې نن سبا يې د طالبانو د خپلمنځي مشکلاتو د حل لپاره علني غونډې پيل کړې دي، خو هيله لرو چې طالبان سولې ته کيني.))

مدني فعال ډاکټر خوشحال قريشي پژواک اژانس ته وويل، چې نړيوال بايد د سولې په پروسه کې ونډه واخلي او حکومت هم بايد ياده پروسه عملي کړي.

قريشي زياته کړه: (( خلک له جنګ جګړو ستړي شوي، سوله غواړي .))

نوموړي يادونه وکړه چې د سولې لپاره بايد ښه تګلاره جوړه شي او د خبرو پر مهال د ښکليو غاړو خبرو ته غوږ ونيول شي.

د ياد کنفرانس په پای کې دغو مدني فعالانو د يوې اعلاميې په خپرولو غوښتنه وکړه،چې د هېواد سياسي ګوندونه دې د سولې لپاره هڅې وکړي او د ملګرو ملتونو په ګډون دې نړيوال سازمانونه  د هغو هېوادونو ملاتړ  نه کوي  چې د سولې پروسه ټکنۍ کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.