د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د زور واکو له خوا د رخام ډبرو خپلسر کيندنه او قاچاق دوام لري

هلمند کې د زور واکو له خوا د رخام ډبرو خپلسر کيندنه او قاچاق دوام لري

Aug 08, 2015 - 12:11

لښکرګاه(پژواک،١٧زمرى٩۴): د هلمند ولايت چارواکي وايي چې د يو شمېر زورواکو له خوا په خانشين ولسوالۍ کې په خپل سر د رُخام قيمتي ډبرو کيندنه او قاچاق دوام لري.

د هلمند والي ميرزاخان رحيمي د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوې اوږدې مودې راهيسې په خانشين ولسوالۍ کې د رُخام قيمتي ډبرو خپلسري کيندنې روانې دي.

هغه زياته کړه : (( د دې کار د مخنيوي لپاره تر دې دمه هيڅ کار نه دی شوی، هر زورواکي په خپله خوښه په کې کار کړی ، خو موږ به يې ډير ژر مخه ونيسو.))

هغه وويل يو شمېر شرکتونو چې د رخام ډبرو د را ايستنې لپاره د کانونو او پټروليم له وزارت څخه جواز ترلاسه کړى، غير مسلکي دي.

دى وايي : (( دا شرکتونه مسلکي نه دي او نه هم داسې وساېل لري چې په  سمه توګه ډبرې را وباسي، د يو ټن ډبرې د  را ايستلو لپاره لس يا شل ټنه ډبره ميده کوي.))

رحيمي وايي هڅه کوي چې د رُخام ډبرو د کيندنې چارې مسلکي شرکتونو ته ورکړي ترڅو له ضايعاتو څخه يې مخنيوى وشي.

دغه راز د هلمند د ولايتي شورا مشر محمد کريم اتل هم پژواک ته وويل چې په خانشين ولسوالۍ کې په خپل سر او غير مسلکي ډول د رُخام ډبرو د کيندنې چارې روانې دي.

هغه زياته کړه : (( يو شمېر شرکتونو د دې ډبرې د را ايستنې اسناد ترلاسه کړي خو هغه يې بيا کاپي کړي او ځينو نورو شرکتونو ته يې هم ورکړي دي.))

د اتل د معلوماتو له مخې، د رُخام ډبرو د کيندنې سيمې ته تر ډيره پاکستاني قاچاق وړونکي لاسرسى لري، ځکه په دغه سيمه کې سرحدي پوليس هم شتون نه لري.

خو د هلمند د کانونو او پټروليم رياست مشر حبيب الله حقپرست پژواک ته وويل چې وزارت مسلکي شرکتونو ته د  روخام ډبرو د کيندنې جواز ورکړى دى.

هغه وويل : ((څلورو شرکتونو ته د رُخام ډبرو د کيندنې قرارداد ورکړل شوى، مسلکى دي او موږ کنټرول هم پرې لرو.))

د حقپرست په وينا، په دې سيمه کې اړين امنيت شتون نه لري او د يو شمېر کسانو له خوا په غيرمسلکي او قاچاقي توکه د رُخام ډبرې را ايستل کيږي.

په هلمند کې د رُخام ډبرو د پروسس فابريکې مشر محمد لعل پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې د رُخام ډبرو د پروسس همدا يوه فابريکه ده.

هغه وايي چې دوى په کال کې يواځې د پنځوس ټنه رُخام ډبرو د پروسس وړتيا لري.

ده وويل : ((که چېرې له ېاد کان څخه سمه څارنه وشي، نو ډيرافغان  سوداګرو ته  به د دې زمينه  برابره  شي چې دغو ډبرو ته  په خصوصي توګه  فابريکې جوړې کړي او ګټه يې د دولت تر څنګ همدې افغان سوداګرو ته ورسيږي.))

د کارګر د معلوماتو له مخې، اوسمهال د پاکستان په کراچۍ او ځينو نورو ښارونو کې د افغانستان رُخام ډبرې تر پروسس وروسته د پاکستان په نوم پر بهرنيو سوداګرو پلورل کيږي.

يو ټن رُخام ډبرې اوسمهال د افغانستان په بازارونو کې تر پنځه ويشت زرو افغانيو پورې پلورل کيږي او له دې ډبرې  څخه د ساختماني توکيو ترڅنګ د کور او دفترونو لپاره زينتي توکي هم جوړېداى شي.

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement